اسراییل د جګړه ییز تکتیک په لومه کې

 اسراییل د جګړه ییز تکتیک په لومه کې

منځني ختیځ کې چې څومره تاوتریخوالی او کړکېچ مخ پر زیاتېدو شو، تر شاه یې د پړې ګوته د اسراییلو اشغالګر رژیم ته نیول کیږي. اما دې وروستیو کې له څو خواوو پر دغه رژیم د کړۍ راتنګېدل د دوی د زوال نښې بیخي زیاتې څرګندې کړې.

تازه چې ایران د بالستیک توغندیو پرمټ د اسراییلو پوځي اډې او نور مهم تاسیسات په نښه کړل، دې بریالي اقدام اسراییل په نظامي او سیاسي برخه کې وننګول.

دغو پراخو توغندیزو بریدونو د اسراییلو پر سترګو تورتم راوست. د دوی پوځي مرکزونه او مهم ځایونه د ایران د ۲۵۰ بالستیکو توغندیو تر اور لاندې راغلل. هغه توغندي چې له اتیا څخه تر نوي سلنې پورې د اسراییلي دفاع څخه تېر شول او ځانونه یې خپلو ټاکلو موخو ته ورسول. 

که څه هم تېر ځل د اسراییلو دفاع لپاره غربيانو د ډېری توغنیو مخه ونیوله، خو دا وار د حالاتو بڼه بیخي بدله ښکاره شوه؛ ځکه له اتیا څخه تر نوي سلنې پورې د تل ابیب زړه ته د دغو توغنديو رسېدل او اسراییلي اهداف ویشتل په رښتیا هم لوی خبر دی.

اسراییلو کې دغه برید پراخه وېره خپره کړه. د خطر زنګونه هر لور ته ووهل شول او د میلیونونو اسراییلیانو د تېښتې هڅې په کې تر سترګو شوې.

په دې ټولو کې د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو د یو دربدره او لار ورکي سړي په څېر ښکاره شو، چې حتیٰ د اعلامیو په ورکولو کې یې هم لاس او پښې لړزېدې. 

دا یې فقد فزیکي احساس و. اسراییلي رژیم د خپل معنوي زوال نښې هم په کې له ورایه ولیدې. له همدې امله اسراییلي چارواکي اوس د خپل رژیم ناڅرګند راتلونکي ته ځیر دي، چې دا راتلونکې ښايي د دوی لپاره د سختو پایلو زېري له ځانه سره ولري.

د سپاه پاسداران له قوله دا بریدونه د شهید هنیه او د حسن نصرالله د قربانیو غچ و.

د ایران له دې برید سربېره، اسراییل د نورو جبهاتو له لخوا هم تر اور لاندې دی. له یوه خوا د لبنان او یمن څخه د توغندیو باران ورباندې پیل دی او له بلې خوا د حمـاس جنګیالي ورته ورځ تر بلې پیاوړي کیږي.

د ایران له بریدونو سره سم، یمن او لبنان هم پر اسراییلو توغندي وتوغول. لبنان څخه ۵۰ توغندي د ګڼ مېشتو سیمو پر لور وویشتل شول، چې د اسراییلو ګڼې ودانۍ یې ویجاړې کړې. 

یمن هم خپل غچ اخیستو ته ورمخته شو او په ښکاره توګه یې وویل، چې دوی هم په دې جګړه کې ورګډ دي. 

دغه راز د حماس جنګیالي هم د خپل پیاوړي مقاومت له امله نړۍ ته خپلې فولادي ارادې څرګندوي. په تل ابیب کې د د فلسطیني مبارزینو له لوري د استشهادي بریدونو نوې څپه بله نښه ده، چې د اشغالګرو پر وړاندې یې د مقاومت بېرغ لا نور هسک او رپاند کړ.

دغو اقداماتو د اسراییلو لپاره د هلاکت پېچلې کړۍ نوره هم راتنګه کړه، چې اوس تازه له خان یونس څخه د دوی ځواکونه شاتګ یې ښه بېلګه ده.

که څه هم غرب تل په دې برخه کې د اسراییلو تر شا ولاړ و او دوی ته یې پرمختللې وسلې، ټکنالوژي او استخباراتي مرستې برابرولې، خو پر اسراییلو د اوسنیو بریدونو شدت او د دوی مخ په زیاتېدونکې وېرې حالت ښيي، چې دا ټول غربي ملاتړي به یې هم له نسکورېدو څخه ونشي ژغورلی. 

د توغندیو باران او د فدایانو بریدونه ښيي، چې د اسراییلو لپاره ژوند ورځ تر بلې تنګیږي.

داسې ښکاري چې په لومړي ځل اسراییل دې لوی او خطرناک وضعیت سره مخامخ دی. سره له دې چې د ټول لوېدیځ ملاتړ ورسره دی، خو دا یې په موجوده وضعیت کې له دې ګړنګه نه شي ژغورلی. د لویدیځ له ملاتړ سره - سره اسراییل یو داسې حالت ته رسېدلی، چې د خپلو ټولو تکتیکونو او وسایلو سره بیا هم د زوال پر لور روان دی.

لویدیځ هېوادونه چې په ډله ییزه توګه اسراییل ته وسلې، مهمات او استخباراتي معلومات ورکوي، دوی هم په دې کړکېچ کې ځانونه له اسراییلو سره یوځای د زوال پر لورې ګوري. 

د اسراییلي اشغالګرو د زوال دغو نښو ته په کتو اټکل دا دی چې په نږدې راتلونکې کې به د سیمې جغرافیایي بدلونونه د مسلمانانو لپاره نوي امېدونه راوړي.

که څه هم اسراییل د ځان دفاع لپاره غوریږي او ډېر کله ناړامي کوي، خو په سیمه کې له څو خواوو پر دوی د بریدونو شدت ښيي، چې اسراییل د یوې لویې کړۍ په منځ کې ایسار دی.

د اسراییلي بریدونو شدت د هغې ژوبلې ګیدړې په څېر دی، چې د مرګ په کومه کې د زمریانو په څېر د حملو تمثیل کوي، خو په حقیقت کې دا د اخري زور ازمایلو او د ذبحې پر مهال د لاس او پښو اچول دي.

ایران په څرګنده توګه اسراییلو ته خبرداری ورکړ، چې که نور بریدونه وکړي، نو د دوی ځواب به تر دې لا سخت وي. 

دا وضعیت ښیي چې ټوله سیمه کې د جګړې د پراخېدو احتمال شته او د جګړې دا پراختیا به نه یوازې اسراییل؛ بلکې ټولې غربي نړۍ ته نوې ننګونې رامنځته کړي.

 غربي ملاتړي هېوادونه که له اسراییلو سیاسي او نظامي فاصله وانخلي، نو دوی به هم د  یو لوی بدلون پر لور لاړ شي، چې دا به د منځني ختیځ لپاره نوې سناریوګانې وړاندې کړي.