د اسراییلي غرور ماتې د تاریخ نوی پړاو پیلېدونکی دی
د منځني ختیځ کړکېچ یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو او سیاسي تحلیلونو په سر کې ځای نیولی.
په لبنان کې تازه د مخابراتي وسایلو او ارتباطي پېجرونو د چاودنو له امله د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله او د ایران سفیر مجتبى أماني په ګډون زرګونه کسان ژوبل او نږدې ۳۰ تنه یې وژلي دي.
په داسې حال کې چې اسراییلي چارواکي د دغې چاودنې تر شا لاس لرل تایید کړي، د حزب الله او اسراییلو ترمنځ اړیکې د یو بل ستر کړکېچ پړاو ته ننوتې.
د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني چېنل د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو جګپوړي سلاکار له قوله ویلي، چې اسراییل په دې بریدونو کې لاس لري او دا په سیمه کې د اسراییلو د پوځي پلانونو د پراختیا یوه برخه ده.
د اسراییلو غیرانساني او اشغالګرانه تګلاره په سیمه کې له څو لسیزو راهیسې روانه ده. دې تګلارې په وروستیو کې د غزې زرګونه ماشومان، مېندې او تورسرې شهیدانې کړې. په غزه کې د اسراییلو ظالمانه محاصره او پر دې سیمو بریدونه، چې د خلکو د ژوند هر اړخ یې فلج کړی، په همدومره کچې پرې د نړیوالو ضمیرونو هم فلج دي.
خو بل لور بیا لا هم نړۍ کې د باضمیرو مسلمانانو ډلو او هېوادونو د اسراییلي وحشت مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخیستی. دوی د دغو فشارونو له امله ورځ تر بلې پر اسراییلو باندې کړۍ راتنګیږي.
اسراییلو تل هڅه کړې، چې د منځني ختیځ هېوادونه په داخلي شخړو او ګډوډیو کې ښکیل وساتي، خو اوس د مقاومت د ټولو جبهو له یوه پیاوړي بلاک سره مخ دی.
د حماس مشر یحیی السنوار په خپل وروستي لیک کې د یمن حوثي ځواکونو، د حزب الله مشر حسن نصرالله او د الجزایر ولسمشر ته لیکلي، چې د طوفان الاقصی عملیات په بریالیتوب سره روان دي.
د نوموړي په وینا، د صهیونیستي رژیم د ماتولو لپاره د مقاومت ځواکونه یو نوي او پیاوړي ایتلاف ته رسېدلي دي.
د یمن د حوثیانو د مرستندویه عملیاتو پنځم پړاو. دغه راز د حزب الله غړو له لوري د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د بریدونو شدت. دا او په سیمه کې نورې ډلې او هېوادونه چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې اسراییلو باندې فشار راوړی، دا ثابتوي چې د اسراییلو د دفاعي سرتېرو او سیسټمونو وړتیاوې به ورځ له بلې د کمزورۍ سره مخ کړي.
اسراییلیان په سیمه کې د خپل واک ساتلو هڅې کوي، خو د سیمه ییزو ځواکونو ګډې هڅې په ډاګه کوي چې دا پلان یې نور له ناکامۍ سره مخ دی.
د حماس، حزب الله، حوثیانو او نورو مقاومت ډلو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی او د ایران په مستقیم ملاتړ سیمه کې د اسراییلو د یرغلګرو سیاستونو پر وړاندې د یوه نوي ستراتېژیک ځواک راپورته کېدل خپله د اسراییلو د زوال ښکارندویي کوي.
د یحیی السنوار په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالو مقاومت ډلو ګډ دریځ یو ځل بیا په ټینګار سره دا وښوده، چې اسراییلي غرور په ماتېدو دی او سیمه کې د تاریخ نوی پړاو پیلېدونکی دی.
دا یوازې د غزې او فلسطین مسله نه ده. د لبنان او یمن په ګډون، مقاومت ډلې د اسراییلو اشغالګر رژیم د سیمې په بلابېلو برخو کې ننګولی.
په تېرو څو کلونو کې حزب الله د اسراییلو پر وړاندې خپل ځواکونه پیاوړي کړي. د حوثیانو توغندیز بریدونه چې اسراییلي سیسټمونه یې ننګولي، همدارنګه د حزب الله له لوري د اسراییلو پر وړاندې د مستقیمو پوځي عملیاتو ګواښونه دا په ډاګه کوي، چې صهیونیستي رژیم به د خپل ژوند وروستۍ ساګانې ډېر ژر پرې کړي.
اسراییل په سیمه کې د خپلو غیر قانوني کړنو او جنګي جرمونو د توجیه لپاره تبلیغات کوي، خو نړیوالې ادارې لکه د ملګرو ملتونو انساني حقونو شورا او نور نړیوال ارګانونه د اسراییلو د ظلمونو او اشغال پر وړاندې د لاتقُل په درجه کې دي.
د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو اوږدمهاله اشغال او په ځانګړې توګه غزه کې د څو کلونو راهیسې دوامدار پوځي محاصرې، د دې وحشيانه ظلمونو او ناروا کړنو یوه ژوره بېلګه ده.
اوس چې د حماس، حزب الله، حوثیانو او نورو غورځنچونو ګډ مقاومت یو نوی پړاو ته ننوتی، سیمه کې به د اسراییلي یرغلګرو پاڼه بدله کړي.
د اسراییلو پر وړاندې دا مقاومت اوس تر پخوا ډېر منظم او سیمه ییزې همکارۍ په چوکاټ کې روان دی.
د مقاومت ډلو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی او د اسراییلو پر وړاندې د کرکې ډېرښت به په نږدې راتلونکې کې اسراییل زوال او د آزادۍ سباوون به په ټول فلسطین کې خپلې وړانګې خپرې کړي.