د افغانستان د اوبو مدیریت او پر برېښنایي انرژۍ یې موثریت
افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو له پلوه یو بډای هېواد دی، خو تېرو څو لسیزو جګړو، سیاسي بې ثباتیو او له ستراتیژیکو پلانونو څخه د غفلت له امله دا طبیعي سرچینې د ولس د هوساینې لپاره نه وې کارول شوې.
روښانه بېلګه یې د هېواد اوبه دي، چې له موږ څخه بې دریغه نورو ملکونو ته بهیږي، خو موږ د انرژۍ له پلوه بېرته په هماغو هېوادونو متکي یؤ، چې زموږ له همدې اوبو څخه استفاده کوي.
د اسلامي امارت په راتګ سره دا خبره نه پټېدونکې ده چې د دغو طبیعي سرچینو لپاره په لویه کچه پاملرنه وشوه.
کۀ اوبه وې یا کانونه وو، دغه راز ځمکې وې، که هوا وه یا نور ځنګلات او ژوندي ژوي یا موجودات وو. د دې ټولو د ساتنې او منظمې کارونې لپاره پام وشو او دا د کاري لومړیتوبونو په سر کې راوستل شول.
افغانستان اوس د اسلامي امارت په مشرۍ هڅه کوي، چې خپلې اوبه مهار کړي او د انرژۍ د تولید په برخه کې خپل ځان د بسیاینې تر بریده ورسوي.
تازه د اسلامي امارت سیاسي مرستیال یوه غونډه کې د برېښنا د نویو پروژو د پرانستې پر مهال ویلي، چې افغانستان د برېښنا تولید ستر ظرفیتونه لري، خو د تېرو لسیزو ناسمو پالیسیو او بهرنیو لاسوهنو دغه هېواد په لوی لاس تياره کې ساتلی.
په تره خېلو کې د برېښنا د سب سټېشن او له چمتلې څخه تر تره خېلو پورې د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا مزي پرانيستل د دې ګواهي ورکوي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي زېربناوو په برخه کې جدي دی.
د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې اوسېدونکو ته د برېښنا په وېش او رسولو کې مهم رول ولوبوي.
د برېښنا رسولو دا پروژه څرګندوي، چې اسلامي امارت د ولس ستونزې درک کړي او د حل لپاره یې ورته عملا مټې بډوهلي.
په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور هم په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د اوبو مدیریت په اړه په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې په کار اچول شوي دي. دا پروژې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي او افغانستان به له دې وروسته د خپلو اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم موده وړاندې ویلي وو، چې د اسلامي امارت حکومت د اوبو د مدیریت لپاره جدي ژمنتیا لري.
زموږ ډېره اندازه اوبه په وړیا توګه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي، چې هغوی زموږ له اوبو څخه په استفادې انرژي تولیدوي او خپله صنعتي پرمختیا پرې مخته وړي. د خواشینۍ ځای دی چې زموږ اوبه نورو ته بهیږي او بیا هغوی د همدې اوبو له برکته جوړ شوي محصولات بېرته پر موږ په لوړه بیه پلوري.
که چېرې موږ خپلې اوبه په سمه توګه مدیریت کړو، هېواد به مو نه یوازې د برېښنا او انرژۍ له پلوه پرځان بسیا شي؛ بلکې د دې انرژۍ پرمټ ترلاسه شوي او جوړ شوي توکي به بیا موږ ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروو.
اوبه زموږ لپاره ملي پانګه ده. دا الهي نعمت او امانت دی، چې د دې ساتنه او سمه ګټه اخیستنه زموږ مسوولیت جوړیږي.
د اوبو مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې دا ښیي، چې د اوبو مهارولو پرمټ به زموږ د هېواد کرنه، صنعت او د خلکو اقتصادي حالت وده وکړي.
د دې ترڅنګ د برېښنا د تولید لپاره د اوبيزې، بادي، لمريزې او حرارتي برېښنایي پروژو په پلي کولو سره هېواد د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا کیږي او د خلکو ژوند ته نوی اقتصادي روح ورکوي. دا هڅې به د انرژۍ په برخه کې د هېواد اړتیاوې پوره کړي او د افغانستان لپاره به اقتصادي خپلواکي، پرمختګ او بسیاینه راوړي.
دا ستراتیژیکې پروژې به زموږ خلک د انرژۍ له اړخه پرځان بسیا کړي او بیا به زموږ ګاونډیان هم له موږ څخه د اوبو او برېښنا پېرلو ته مجبور وي.
اسلامي امارت د هېواد د اوبو او انرژۍ په برخه کې یوه روښانه او اوږدمهاله تګلاره خپله کړې. په دې تګلاره کې د افغانستان پرځان بساینې او اقتصادي هوساینې ته لار خلاصیږي، چې له مخې به یې زموږ هېواد په سیمه کې د انرژۍ او اوبو په یوه مهم اقتصادي لوبغاړي بدل شي.
د دغو هڅو پرمټ اوس افغانانو ته دا هیله ورکړل شوې چې د افغان مشران د ولس د ښه راتلونکي لپاره مټې رابډوهلي او په چټکۍ سره پر مخ روان دي.
د اوبو مدیریت هغه حیاتي ګام دی، چې که په بریالیتوب سره پلی شي، زموږ هېواد به په سیمه کې د پیاوړي اقتصادي هېواد په توګه راڅرګند کړي او اوسېدونکي به یې له دې ارزښتمندو امکاناتو څخه مستفید شي.
افغانستان د اوبو او انرژۍ د پراخو سرچینو درلودونکی هېواد دی. اسلامي امارت دا ژمنه کړې چې له دې سرچینو څخه د ګټې اخیستنې لپاره عملي ګامونه پورته کوي.
که زموږ اوبه د همدې پلانونو مطابق په سم ډول مدیریت شي، په نړیواله او سیمه ییزه کچه به یو مهم اقتصادي ځواک وګرځؤ.
دغو روانو هڅو ته په کتو همدغه هیله مندي زیاته شوې، چې د اوبو د مدیریت له اړخه به د هېواد راتلونکی روښانه او له هوساینې څخه به ډک شي.