د زوال پر پوله ولاړ اسراییل
تېرو څو اونیو کې تل ابیب ( اشغالي فلسطین) د اسراییلو په سیاسي تاریخ کې د یوې نوې څپې شاهده ده.
داسې ښکاري چې د بنیامین نتانیاهو سخت دریځه او دکتاتوره حکومت خپلو خلکو کې د مشروعیت له لاسه ورکولو پر پوله ولاړ دی. هغه حکومت چې پر پوځي زور او تشدد یې تکیه کړې، د ظلمونو او وحشتونو له امله یې د نورو وګړو ترڅنګ لسګونه زره اسراییلي وګړي هم ستړي کړي. د دوی جګړه پالې ستراتېژۍ نه یوازې نور خلک متضرر کړل؛ بلکې اسراییلي وګړي یې هم د تل ابیب واټونو ته راووېستل او د حکومت پر ضد یې خپل مخالفت څرګند کړ.
د اسراییلي حکومت د روانو ظلمونو پر وړاندې د لسګونه زرو اسراییلي وګړو خلکو مخالفت دا په ډاګه کوي، چې اسراییلي حکومت زوال ته د نږدې شوې هغې ونې ډډ دی، چې په خپل منځ کې ټول شړېدلی او ډېر ژر به یې ظاهري پارچه کېدل هم څرګند شي.
د زرهاوو ولسي اسراییلي وګړو د دغې نارضایتۍ تر شا هغه ژوره بې باوري پرته ده، چې د کلونو راهیسې یې په زړونو کې ریښې کړې دي.
د نتانیاهو حکومت چې تل بې په جګړه او پوځي زور باور کړی، نن دې اعتراف ته نږدې شوی چې د دغې پالیسۍ پر مټ نه یوازې د غزې ولس او مجاهدین تر اغېز لاندې نشي راوستی؛ بلکې دې پالیسۍ په اسراییلي وګړو کې دننه هم سختو بې باوریو ته لار هواره کړې.
د اسراییلي وګړو د قهر او غضب غږونه چې حـ.ـماس سره د اوربند غوښتنه کوي، د نتانیاهو د حکومت په جګړه ییزو تګلارو باندې شدیده نیوکه ده.
حـ ـماس غورځنګ هم اسراییلي اشغالګر پوځ ته داسې درانه ګوزارونه ورکړل، چې د اسراییلو داخلي وضعیت او سیاسي حالت یې وربدل کړ.
سره له دې چې اسراییل په غزه کې پر ولسي هدفونو پراخ ځمکني او هوايي بریدونه وکړ، خو حماس غورځنګ په ډېر مهارت غزې ته ورتلونکو اشغالګرو پوځیانو باندې د ارام ساه حرامه کړه.
د حـ ـماس د تونلونو پېچلتیا او د جګړې په ډګر کې د دوی تخنیکي مهارت، د اسراییلي اشغالګرو لپاره نه یوازې نظامي؛ بلکې سیاسي برخه کې هم شکست ثابت کړ. دا واقعیت نن د لسګونو زرو اسراییلي وګړو په اعتراضونو کې له ورایه انعکاس مومي، چې په خپل حکومت بې باوره شوي او د یوې نوې حل لارې په لټه کې دي.
د امریکا په ګډون هغه غیر اسلامي حکومتونه چې په دوامداره توګه د اسراییلي حکومت د جنګي تګلارو ملاتړ کوي، نن باید د لسګونه زرو اسراییلي وګړو دغه اعتراضونه بې پامه ونه نیسي او په دې پوهـ شي چې جګړه، تاوتریخوالی او پر مسلمانو وګړو تشدد د حل لار نشي کېدای.
د اسراییلي لاریونوالو غږ د نړۍ لپاره یو روښانه پیغام دی او دا ورته په ډاګه کوي، چې د جګړې او زور سیاستونه ناکام دي. هغه هېوادونه چې د اسراییلو په ملاتړ کې ولاړ دي، اوس باید په دې باندې غور وکړي چې آیا دوی د حق او عدالت په لور دي، که د ظلم، تشدد او تاوتریخوالي پر لور؟
د یو شمېر اسلامي هېوادونو لخوا هم پر اسراییلو د فشار زیاتېدل د دې لامل شوي، چې په نړیواله کچه د اسراییلي حکومت پر وړاندې قهرجن دریځ خپل شي.
تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ټلیفوني خبرو کې د اسلامي نړۍ د یوه متحد دریځ غوښتنه کړې.
اردوغان په دې ټینګار کړی چې د فلسطینیانو پر ضد د اسراییلو لخوا روانه نسل وژنه باید ودریږي او د غزې بې دفاع خلکو ته د تلپاتې سولې فرصت ورکړل شي.
د اسلامي نړۍ لپاره هم دا ښه وخت دی، چې د یووالي پر بنسټ د خپل دریځ تقویت لپاره پورته شي.
د مسلمانانو وحدت او ګډ دریځ کولای شي، چې د فلسطین د مظلومو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یو لوی قوت شي.
دا وخت دی چې اسلامي نړۍ خپل دریځ یو موټی کړي او په یوه اواز سره د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي.
د لسګونه زره اسراییلي وګړو دا لاریون ښيي، چې د نتنیاهو د روانو ظلمونو په وجه اسراییل د زوال پر پوله ولاړ دی.
د دې ترڅنګ دا یو هیله مند پیغام هم لري، چې د فلسطین د قضیې لپاره یو نوی فرصت په رامنځته کېدو دی.
د نتنیاهو حکومت چې پر پوځي زور او تشدد یې زرګونه بې دفاع ولسي وګړي په غزه کې شهیدان کړل، کورونه یې کنډواله او د خلکو ژوند یې له بې درېغه دربدرۍ سره مخ کړ، نن ورځ د خپلو خلکو په منځ کې د زوال نښې ویني.
اسراییل چې یو وخت یې ځان د ناقابل شکست ځواک په توګه ګڼه، نن ترې په نظامي او سیاسي ډګر کې لاره ورکه شوې او اټکل دا دی چې کۀ د نتنیاهو د حکومت دغه پالیسي بدله نشي، نو ډېر ژر به د زوال له پولې د تباهۍ کندې ته ولویږي.