د امریکایي اشغال وروستۍ شپه!
درې کاله وړاندې په همدې شپه افغانستان کې د اشغال تیاره ختمه او د فتحې سبا راوخوت.
د وروستي امریکایي پوځي په وتلو د اسلامي امارت وړانګې په ټول هېواد خپرې شوې.
په دې ورځ د تاریخ پاڼه له دې امله ځلېدونکې شوه، چې د امریکا په مشرۍ د زبرځواکې ناټو شل کلن اشغال تمام شو.
له افغان خاورې د اشغالګرو پوځونو بشپړ وتل په داسې یو وخت کې چې دوی د زور له لارې د افغان خاورې دایمي اشغال تمه لرله، دومره وړه خبره نه وه.
دغه اشغال شل کاله افغان ولس دربدره، خوار او ځار کړ.
امریکا چې په متکبرانه ډول یې افغانستان اشغال کړی و، پر دې خاوره یې خپله هر ډول زور ازمایي وکړه.
امریکا د اشغال په پیل کې خیال درلود، چې د افغان ولس اراده به د زور او تاوتریخوالي له لارې بدله کړي. په همدې موخه یې د نظامي فشار له لارې د افغان ولس کورونه کنډواله کړل. ولسونه یې شهیدان کړل او ډېر معزز مشران یې د بګرام او ګونتانامو په څېر وحشي زندانونو ته واچول. هلته یې تر سختو شکنجو او ربړونې لاندې آن تر شهادته ورسول.
دغو اشغالګرو چې ځانونه یې زبرځواکونه ګڼل، د افغانستان پر مظلوم ولس یې خپلې وسلې وازمویلې. تر هر ډول زورونو او ظلمونو وروسته یې د خپلو بمونو مور راوړه او دلته یې استعمال کړه.
دوی ظلمونه وکړل، خو بری یې ونه لید. د وخت په تېرېدو یې هره پالیسي، هره ستراتیژي او هره هڅه له ماتې سره مخ شوه.
د نظامي برخې هره پالیسي چې دوی تطبیق کوله، خدای به په خپل زور او د افغان ولس پر مټو بېرته مات او ناکام کړل.
د افغانانو ځواکمنې ارادې او ایماني جذبې د امریکا او ناټوګۍ د غرور کلاوې دړې - وړې کړې. د افغانستان غرونه، دښتې او سیندونه د دغو متکبرو پوځونو هدیره وګرځېده.
په زرګونو پوځیان یې ووژل شول. له دې دوه چنده ډېر ژوبل او ګڼ نور په داسې بڼه معیوب شول، چې تر مرګه به بیا د ژوند له خونده څکه ونه کړي.
دې زبرځواک د خپلو ګټو په نوم د بې ګټې جګړې بې درېغه ځاني تلفات ولیدل. دوی پوهـ شول چې د خپل اشغال د بریا او دوام څرکونه نه ویني. هماغه وو چې د زور تر بلها ازمویلو وروسته یې د مذاکراتو لاره غوره کړه.
قطر کې یې د اسلامي امارت له مشرانو سره مذاکرات پیل کړل. دا مذاکرات په حقیقت کې د مغرورې امریکا د ماتې بل پیل و، خو دوی بیا هم هڅه کوله چې د مذاکراتو په نوم وخت ضایع کړي او دا خبرې په دوکې، دروغو او فریبونو مخته یوسي. دوی غوښتل چې د بې موجبه شرایطو په زور دغه مذاکرات د خپلې ګټې پر لور وباسي، خو لکه څنګه چې د اسلامي سیاست پر وړاندې هر طاغوتي او کفري سیاست ملا ماتی دی، له همدې امله د هر ناسم سیاست په پایله کې به بېرته امریکا له خپلو پښو ګیره شوه. څو وار یې د خپلو بې موجبه غوښتنو په وجه مذاکرات وځنډول او یو وار خو ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې دغه مذاکرات بیخي لغوه اعلان کړل.
دې وخت کې اشغالګرو یو وار بیا له نظامي اړخه خپل تشدد او ظلمونو ته زور ورکړ، خو اتلو مجاهدو افغانانو خپلې سینې دغو بارودي مرمیو ته سپر کړې او د خپل د بدن په پستو غوښو یې زرهي دار ټانګونه بزې - بزې کړل. مجهز پوځیان یې ورته تر نظامي وسایلو او وسایطو شاته په وینو ولمبول.
دوی چې د خپل نظامي تشدد پر وړاندې د مجاهد ولس اسلامي جذبه او ګرمه معرکه ولیده، بېرته یې د مذاکراتو مېز ته منډه کړه.
د افغان ولس دغو قهرمانیو یو وار بیا متکبره امریکا د خبرو مېز ته ځوړند سر حاضر کړه او بلاخره تر څو پړاوه مذاکراتو وروسته یې د هوکړې په نوم خپلې تېښتې ته د خټو پزه کېښوده.
خلیلزاد د یوه ژورنالېست د پوښتنې په ځواب کې ویلې، چې امریکا نوره افغانستان کې د پاتې کېدو نه وه. د هغه په ټکو افغانستان کې امریکا نوره تر پوزې راغلې وه.
دغه راز هماغه ټرمپ چې د واکمنۍ پرمهال یې افغانستان کې له هرې ممکنه زور ازمایلو کار واخېست، یوې رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د اسلامي امارت مجاهدین نه ماتېدونکي جنګیالي یاد کړل. دا څرګندونې په ډاګه کوي، چې د دوی ظلمونو افغان مجاهد ولس له خپلې جهادي جذبې په شا نه کړل او اشغال شوی افغانستان یې د دوی له ستوني څخه بېرته راووېست.
د افغان زلمیو سپېڅلې مبارزې د اشغالګرانو غرور پر ځمکه وغورځاوه. د دوی قهرمانیو نه یوازې د افغانستان پر خاوره؛ بلکې په ټوله نړۍ کې یې د مسلمه امت لپاره د فتحې نوي بابونه پرانېستل.
د شلو کالو دغه جهاد نه یوازې د اشغالګرو اهداف ناکام کړل؛ بلکې د دوی زهرجن تخیلات یې هم د عزم په پاکو اوبو محوه کړل. له دې جهادي مبارزې دغه حقیقت څرګند شو چې د دې ملت آزادي، اراده او ایمان به هېڅکله د زور یا مکارتیا په واسطه مات نشي.
د دې خاورې ځوانان، مشران او د راتلونکي نسل هر وګړی به د اسلامي امارت د شهکاریو پر پلونو مخکې ځي او د خپلې خاورې په اړه به هر ډول شوم افکار د ناکامۍ په تیارو کې ورک کوي.
هغه هېوادونه چې اوس هم افغانستان کې د مداخلې او یا تېري فکر لري، باید له تاریخه زده کړه وکړي.
د دې هېواد هر بچی به د حق، عدالت او اسلامي ارزښتونو پۀ رڼا کې د خپلې خاورې د دفاع او ودې لپاره هڅې کوي.
د اسلامي امارت دغه درې کلن مزل که ؤارزوو، نو ویلی شو چې دا نظام به پر خپلې خاورې هېڅ ډول تجاوزګر او تېري کوونکي ته د فکر کولو اجازه هم ورنۀ کړي.
اسلامي امارت چې پۀ نشتو امکاناتو یې د نړۍ زبرځواکه ناټوګۍ ماته کړه، اوس خو لا تر پخوا ډېر زیات پیاوړی او سمبال دی. دوی به هر تېری کوونکی لۀ داسې دردناکې پایلې سره مخ کړي، چې تاریخ کې به یې د شرم بابونه ثبت شي او د راتلونکي لپاره به نورو ته د عبرت ذریعه وګرځي.