ولې د افغانستان پر فضایي حریم الوتنې زیاتې شوي؟

ولې د افغانستان پر فضایي حریم الوتنې زیاتې شوي؟

د حریت نیوز د خبر له مخې ‏د افغانستان له هوایي حریم څخه ډډه کوونکو نړیوالو شرکتونو اوس د دې هېواد پر فضا الوتنې ډېرې کړي.


د سینګاپور ایرلاین، برتیش ایرویز، لوفت هانزا او ګڼو نورو نړیوالو شرکتونو په تېرو میاشتو کې د افغانستان له فضاء څخه د یو امن او معتمد مسیر په توګه ګټه اخیستې. 


په داسې حال کې چې د منځني ختیځ کړکېچونه او له اسراییلو سره د ایران روان جنجال له امله د هغوی هوایي حریم نا امن شوی، د افغانستان هوایي حریم خپل اهمیت او ارزښت دغو نړیوالو هوایي شرکتونو ته څرګند کړ او هغوی هم په حیرانوونکې بڼه دا اهمیت او ارزښت درک کړ، چې د افغانستان فضا په سیمه کې د نورو هوایي حریمونو په پرتله امن ده.


دا وضعیت یوازې د اقتصادي او ترافیکي موخو لپاره ګټور نه دی؛ بلکې د افغانستان لپاره نورې ګڼې معنوي ګټې او ارزښتونه هم لري.


په یوه داسې خاوره کې چې لسیزې یې پر ځمکه او فضا جګړه او ناامني واکمنه وه، نن ورته نړیوال شرکتونه د خپلو الوتنو لپاره د امن لارې په توګه ګوري. دا هغه پرمختګ دی چې یوازې د امنیت په برخه کې نه؛ بلکې په نړیواله کچه د افغانستان د نوي انځور بڼه څرګندوي. هغه چې له فتحې وروسته یې په دا تېرو دریو کلونو کې خپل کړی دی.


تر فتحې مخکې او لا نور وړاندې څو لسیزې د افغانستان فضا د جګړو په لمبو کې سوځېدله. دې فضا د بارودي وږمو بوی اخیستی و. اشغالګر ځواکونه د افغانستان پر فضا او خاورې حاکم وو، د دې هېواد فضا نه یوازې دغه ډول شرکتونو لپاره امن نه وه؛ بلکې هره ورځ به له همدې فضا پر افغان ولس مرګونې سرې مرمۍ او درانه بمونه ورېدل.


له دغې فضا څخه په ګټې اخیستنې به د بې ګناه افغانانو وینې بهېدلې، کورونه به یې نړېدل او نړۍ ته به د ناامنۍ پیغامونه ترې لېږدول کېدل.


خو نن د اسلامي امارت په راتګ سره هماغه فضا چې یوه زمانه کې په ویر او وینو ډوبه وه، د امن او استقرار سمبول ګرځېدلی.


دې امنیت یوازې د افغانانو لپاره نه؛ بلکې نړیوالو ته هم د اعتماد وړ زمینه برابره کړې. له همدې امله هغه هوایي شرکتونه چې مخکې یې د افغانستان پر فضا له الوتنو ډډه کوله، اوس دې فضا ته لومړیتوب ورکوي او له دې لارې خپل پروازونه ترسره کوي.


افغانستان د دې نوي وضعیت په جوړېدو سره د هر پرواز پر سر، چې د دې فضا له لارې کیږي، مالي ګټه ترلاسه کوي. دا مالي سرچینه به د افغانستان په اقتصادي ودې او پرمختګ کې مهمه ونډه ولوبوي.


سربېره پر دې، دغه حالت د افغانستان په نړیوال حیثیت لوړولو کې هم موثر رول لري؛ ځکه هغه افغانستان چې څو کاله وړاندې په نا امنۍ او جګړو کې نښتی و، نن د فتحې تر ګټلو وروسته هماغه خاوره او فضا د سیمې په کچه له ښه امنیته برخمنه ده.


د افغانستان فضا اوس د نړۍ په سترو هوایي شرکتونو کې ځانته د امن او اعتماد ځایګی ګټلی، چې دا هېڅکله وړه او اسانه خبره نه ده.


د افغانستان با امنه هوایي حریم یوازې له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ نه دی. دا فضا په سیاسي او ستراتیژیک لحاظ هم له خورا ارزښته برخمنه ده. 


منځني ختیځ کې د کړکېچونو په ډېرښت د افغانستان فضا نړیوالو ته د یو امن ځای په توګه وړاندیز شوی. دا وضعیت د اسلامي امارت لپاره د ستراتیژیکې بریا په توګه ګڼل کیږي، چې نړۍ ته د دې هېواد د نوي انځور د ښودلو په برخه کې خورا اغېزناکه ده.


 د اسلامي امارت په رهبرۍ کې افغانستان د جګړو له تباهیو څخه د امن او استقرار پر لور یون روان کړی.


د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو شرکتونو ګټه اخیستنه د اسلامي امارت تر چتر لاندې د دې ملت د راتلونکي لپاره د عروج او پرمختګ کیسه ده. دا ګټه اخیستنه د دې هېواد باور او اعتماد په نړیواله سطحه پیاوړی کوي، چې په راتلونکي کې به ورته د نورو ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو لپاره نوې دروازې پرانیزي.


د افغانستان له فضایي لارې د پروازونو دغه زیاتوالی به د داخلي هوایي صنعت په پرمختګ کې هم مرسته وکړي، چې له مخې به یې د هېواد داخلي هوایي ډګرونه او خدمات نور هم عصري او با کېفیته شي.


په داسې حال کې چې افغانستان د یوه امن هوايي مسیر په توګه نړۍ ته ځان ښکاره کوي، دا به د نورو نړیوالو پانګوالو لپاره هم د باور وړ وي، چې په دې هېواد کې خپل مالي او سوداګریز فعالیتونه زیات کړي.


دا د افغان ولس او د دې خاورې لپاره د یوې نوې مثبتې کیسې پیل دی، چې پایلې یې له ستراتیژیک اهمیت او هیله مندۍ څخه ډکې دي.