آیا د نړیوالو وجدان به د غزې نسل وژنې ته بیدار شي؟

آیا د نړیوالو وجدان به د غزې نسل وژنې ته بیدار شي؟

په اوسني عصر کې چې ټوله نړۍ د انساني همدردۍ ممثلین دي، د غزې مظلوم ملت په کې د همدغو تمثیلګرو د سترګو پر وړاندې له ۳۰۸ ورځو راهیسې تر سرو مرمیو او بمباریو لاندې ژوند کوي.

 

تازه تېره ورځ سهار مهال د اسراییلو وحشي عسکرو د غزې په مرکزي سیمه حي الدرج کې د التابعین په نوم په یوه ښوونځي هوايي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.

 

 دا وحشیانه برید پر هغو جګړه ځپلو کډوالو شوی، چې دې ښوونځي کې یې د اسراییلي اشغالګرو له بریدونو پناه اخیستې وه او د سهار لمونځ یې اداء کاوه.

 

په داسې حال کې چې غربي نړۍ د انسانانو حقونو او آزادیو لپاره چغې وهي، آیا د غزې مظلوم ملت ساندې تر دومره ظلمونو او وحشتونو وروسته بیا هم د دوی تر غوږونو ونه رسېدې؟

 

 که رسېدلي وي، نو بیا د دغه ډول وحشي بریدونو د مخنیوي لپاره ولې اقدام نه کوي؟

 

د دې دوو پوښتنو ځواب کې د انساني حقوقو دغو تمثیلي مدافعینو ته ستر شرم او د وجدان پر وړاندې ستره ننګونه پرته ده.

په دوامداره توګه د اسرايیلي رژیم لخوا د بې ګناه فلسطینیانو شهیدانول او پر دغه روان بربریت باندې خاموشي ټولې نړۍ لپاره ستر عار او د فلسطیني ولس د حقوقو او انسانیت پر وړاندې لویه بې حیايي او ظلم دی. 

 

دغه روان ظلمونه په واضح ډول د صهیونیستي رژیم د غیر انساني او جنګي جرمونو یوه بېلګه ده، چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف عمل کوي، خو ولې همدا د انساني حقونو تمثیلي مدافعین یې مخنیوي لپاره نه دانګي. له همدې څخه د لمر په څېر روښانه معلومیږي، چې دا د انساني حقونو تمثیلي مدافعین د دغه نوم تر عنوان لاندې یوازې او یوازې خپلې سیاسي او شخصي موخې پلټي، نور ورسره د نړۍ د هېڅ مظلوم انسان یو ذره احساس او غم نشته.

 

په دې دردونکو پېښو هر ځل د افغانستان اسلامي امارت د ژورې خواشینۍ اظهار کړی او نړیوالو باندې یې د نه اقدام کولو له امله تندې نیوکې کړي.

 

په تازه شوي برید باندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپل غبرګون څرګند کړی او د اسراییلو دا وحشیانه برید یې په کلکو ټکو غندلی دی. 

دوی غوښتنه کړې چې د غاصب رژیم پر وړاندې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه موثر اقدامات ترسره شي، څو د فلسطیني ولس د نسل وژنې مخنیوی وشي.

 

خو پوښتنه دا ده چې اسلامي نړۍ کې شتمن او مجهز هېوادونه چې په نړیوال سیاست کې اغېزمن رول لري، کله به د غزې د مظلومو ولسونو د نسل وژنې مخنیوي لپاره د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې عملي ګامونه اخلي؟  

 

آیا دوی به یوازې د اعلامیو په خپرولو او تشریفاتي غونډو په کولو تر سرو اورونو لاندې ایسار پاتې مسلمانان وژغوري؟

 

دوی به کله په رښتیني توګه د اسرییلو د ظلمونو مخنیوي لپاره عملي اقدام کوي؟

د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې مسلمانان په دې تمه دي، چې د دوی واکمنان به د غزې مظلوم ولس د نسل وژنې پر وړاندې اقدام کوي او په یوه غږ به د مسلمان فلسطیني ولس ملاتړ ته وردانګي، خو له بده مرغه چې تر اوسه د دغو ظلمونو مخنیوي لپاره هېڅ عملي او موثر ګام وانه خیستل شو.

 

که چېرې د اسلامي نړۍ واکمنان په دې نازکو شېبو کې د ټولو ممکنه لارو او امکاناتو په کارولو سره د فلسطیني ولس ملاتړ ته مخکې نشي او پر اسراییلو د نړیوالو فشارونو په برخه کې خپله ونډه ادا نه کړي، نو په تاریخ کې به د دوی بې تفاوتي د یو تور تاریخ په توګه ثبت شي.

 

دا وخت دی چې اسلامي نړۍ؛ په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې په نړۍ کې د لوړ اقتصادي او سیاسي واکمنۍ درلودونکي دي، پر غزې د فلسطیني ولس د ژغورنې لپاره یووالی وښیي او د اسراییلو پر وړاندې ځواکمن دریځ خپل کړي.

 

دا نه یوازې د فلسطیني ولس د ژوند او راتلونکې لپاره اړین دی؛ بلکې د اسلامي نړۍ د عزت او وقار لپاره هم له روانې ازموینې څخه د بریالي وتلو ستر زېری دی.