د متعصبو رسنیو نوملړ افشا شو
د تازه راپور له مخې د هند نوي ډیلي څخه خپرېدونکې ورځپاڼې سنډی ګارډین یو څېړنیز راپور خپور کړی.
په دې څېړنیز راپور کې د هغو رسنیو نومونه او سرچینې په ډاګه شوې، چې د افغانستان دننه او بهر کړکېچ او تعصب ته لمن وهي. د څېړنې له مخې دوی دغه کړکېچ او تعصب ته د لمن وهلو لپاره منفي، پوچ او ناسم اطلاعات افغانانو لپاره خپروي.
په دې څېړنیز راپور کې د هغو رسنیو نومونه په ډاګه شوي، چې د استخباراتي ادارو له خوا تمویلیږي او د افغانستان سیاسي فضا د بې ثباته کولو لپاره هڅې کوي.
آزادۍ راډیو، افغانستان انټرنېشنال، اطلاعات روز، هشت صبح، اشنا راډیو، کابل پرېس، امو خبري وېبپاڼه/ تلوېزیون، کشور خبري آژانس، افق خبري آژانس او آماج خبري وېبپاڼه هغه رسنۍ دي، چې دغه څېړنیز راپور کې يې نومونه یاد شوي دي.
د خپور شوي څېړنیز راپور پر اساس دغه رسنۍ په پښتو، دري او انګرېزي ژبو باندې د خبرونو او خپرونو پرمټ افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره کار کوي.
د سنډی ګارډین راپور څرګندوي، چې دا رسنۍ د خپلو چینلونو له لارې داسې معلومات خپروي، چې افغانستان بدنام او په کې نړیوالو ته دا هېواد بې ثباته وښيي، څو له دې لارې د افغانستان په اړه بد ذهنیت جوړ او لویدیځوال یو وار بیا د دغه هېواد د اشغال خوبونه وویني.
د دې راپور پر بنسټ، یادې رسنۍ له افغانستانه بهر په خپل روان فعالیت کې د بې پرې خبرونو پر ځای ناسم معلومات او پروپاګند خپروي، څو قومي، مذهبي او سیاسي کړکېچونه رامنځته کړي.
د دغې څېړنې له مخې آزادي راډیو چې د اسلامي امارت پر ضد منفي تبلیغات کوي، د امریکا او نورو هېوادونو له لوري تمویلیږي. دغه راډیو په ورځ کې ۱۲ ساعته خپرونې کوي، چې د شوې څېړنې له مخې ټول وخت یې د ناسمو معلوماتو خپرولو لپاره ځانګړی کړی دی.
څېړنه وایي، چې آزادۍ د افغانستان د ملي یووالي پر ضد تبلیغات کوي او د خلکو ذهنونه د بې ثباتۍ او بدبینۍ پر لور هڅوي.
دوهمه رسنۍ افغانستان انټرنېشنال ښودل شوې، چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن ډي سي کې دی او له خلیجي هېواد څخه تمویلیږي.
د شوې څېړنې له مخې دغه تلوېزیون د افغانستان د ملي ګټو پر ضد فعالیت کوي او د خلکو ترمنځ بې ثباتي رامنځته کوي.
دغه راز څېړنه کې بله رسنۍ آمو خبري وېبپاڼه / ټلوېزیون دی، چې امریکا کې مرکزیت لري او د امریکايي استخباراتو له خوا تمویلیږي.
دغه وېبپاڼه په تخصصي ډول د شخړو او کینو هڅولو لپاره تبلیغات کوي او د څېړنې پر بنسټ د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي.
د دې ترڅنګ هشت صبح یوه بله وېبپاڼه ښودل شوې، چې ایران کې فعالیت کوي او د استخباراتي کړیو په همکارۍ مذهبي او قومي تعصبونو د خپرولو لپاره کار کوي.
د سنډی ګارډین د څېړنې له مخې د هشت صبح خپرونې د افغانانو ترمنځ د بېلتون او نفاق لپاره دي، چې د افغانستان په سیاسي فضا کې د ګډوډۍ هڅې هم کوي.
اشنا راډیو بله رسنۍ یاده شوې، چې په پښتو او دري ژبو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه فعالیت کوي.
د څېړنې پر اساس دوی د خپلو خپرونو پرمټ هڅه کوي، چې خلک او نظام په خپلو منځونو کې پر یو بل بې باوره کړي.
اطلاعات روز یوه خبري وېبپاڼه ده، چې له هېواده بهر د افغانستان په تړاو پر منفي تبلیغاتي فعالیتونو ګرَمه شوې.
د څېړنې له مخې دغه رسنۍ له بې بنسټه او ناسمو معلوماتو خپرولو څخه کار اخلي، چې یوازینۍ موخه یې د افغانستان بې ثباتي او ګډوډي ده.
د دې ترڅنګ کابل پرېس چې له ناروې څخه فعالیت کوي، هم د قومي او مذهبي تعصب لپاره په لمن وهلو ګرَمه شوې.
څېړنه وایي، چې دا رسنۍ د افغانانو ترمنځ د بېلتون او نفاق اچولو هڅې کوي او د افغانستان په سیاسي فضا کې ګډوډي رامنځته کوي.
کشور خبري آژانس بل هغه ادرس یاد شوی، چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو بې بنسټه ادعاوې خپروي.
د څېړنیز راپور په حواله د دې رسنۍ نشرات هم ټول له تعصب او کینې څخه ډکې دي.
څېړنه کې د افق په نوم خبري آژانس د جینايي سازمانونو په تروېج تورن شوی.
څېړنه وایي، چې دغه آژانس د ناسمو معلوماتو خپرولو ته ځانګړی شوی او د خلکو ترمنځ د بېلتون او نفاق اچولو هڅې کوي.
اماج نیوز چې له لندن او ترکیې څخه خپرونې کوي، د همدې څېړنې له مخې د بې بنسټه معلوماتو په خپرولو سره قومي، مذهبي او سیاسي کړکېچونو رامنځته کولو لپاره ځانګړې شوی دی.
دغه رسنۍ چې د افغان ولس او اوسني نظام پر ضد ناسم او بې بنسټه تبلیغات کوي، ټول یې له بهرنیو استخباراتي ادارو مالي ملاتړ ترلاسه کوي، څو د بهرنیانو په ګټه او د افغانستان ملي ګټو پر ضد فعالیت وکړي.
دې حالت کې اوس پوښتنه دا ده، چې آیا اوس هم زموږ وطن مېشتي او بهر مېشتي افغانان د دغو رسنیو په استخباراتي او منفي تبلیغاتو غولیږي؟
آیا اوس به هم رښتینی افغان دوی خپرونې واوري او باور به پرې وکړي؟
که افغان ولس په رښتیا د افغانستان د پرمختګ او ثبات غوښتونکي وي، نو باید د رسنیو په نوم د داسې استخباراتي ادرسونو او د دوی د منفي نشراتو پر وړاندې هوښیار واوسي.
د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د یوه باثباته او متحد هېواد په توګه نړۍ ته پېژندل شوی، چې ورځ تر بلې په کې د خلکو ژوند د پرمختګ پر لور روان دی او نړۍ د افغانستان دغه ارامه فضاء نشي زغملی. له همدې امله له دغه ډول توطیو څخه کار اخلي او د افغان ولس فکرونه مخشوشوي.
که موږ بیا هم هوښیار نشو او د دغو رسنیو تبلیغات او ناسم معلوماتو د باور وړ وګڼو، نو بې له شکه چې ذهنونه به مو ګډ وډ او په لوی لاس به مو خپل ارام ژوند خراب کړی وي.