د پاکستان دوه مخي سیاست او مداخلې پر وړاندې مناسبه تګلاره څه ده؟
د حریت نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ پلان لري، چې د تحریک طالبان پر ضد د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي.
په داسې حال کې چې تېر هر ځل دغه ډول عملیاتو کې بې ګناه ولسي وګړي په نښه شوي، عام بې دفاع ولس په کې وژل شوی او کورونه یې ویجاړ شوې دي.
د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي چې اکثریت یې پښتانه دي وایي، دا عملیات د دوی پر ضد د پاکستان د پوځ نوې پروژه ده، چې لوی ځاني او مالي زیانونه به ورته واړوي.
د ولسي وګړو ترڅنګ د پاکستان یو شمېر ګوندونو هم له دې عملیاتو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
د دوی د مخالفت وجه همدا ده چې د پاکستان پوځ هر ځل دغه ډول عملیاتو کې بې دفاع ولس خپل هدف ګرځولی.
نور داعشي خوارج وسلوال چې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره ناسور دی، دوی ورته په خپل لاس د فکري او فزیکې روزنې ځالې جوړې کړي.
وروستیو موندنو جوته کړې، د دغه هېواد استخباراتي کړۍ داعشي خوارجو ته په ځنځیري ډول روزنه ورکوي.
د المرصاد په نوم رسنۍ تازه د دوو پاکستاني داعشي خوارجو د اعتراف ویډيو خپره کړې.
ویډیو کې نیول شوي پاکستاني وګړي اعتراف کوي، چې پاکستان کې د استخباراتي کړیو له لوري داعش ته جذب شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
د المرصاد له لوري په نشر شوې دې ویډيو کې نیول شوي پاکستاني اتباع له نورو خلکو غواړي، چې د دوی په څېر د استخباراتي کړیو په خبرو دوکه نشي او د خوارجو له دې لومې ځانونه لرې وساتي.
دا یې مُشت نمونه خروار بېلګه ده.
د دې ټولو سربېره بیا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تازه یوه مرکه کې ویلي، چې که د دې عملیاتو په ترڅ کې اړتیا پیدا شوه، نو دوی به په افغان خاوره کې هم د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات وکړي.
پاکستانی پوځ له یوې خوا خپل هېواد کې دغه ډول داعشي خوارج روزي او په خپله خاوره کې د دې ناسوري ډلو ملاتړ کوي، خو بل لور بیا له خپلې بړستنې پښې باسي او افغانستان کې د نظامي عملیاتو د کولو ګواښونه کوي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت بیا د پاکستاني وزیر دې څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی.
د اسلامي امارت دفاع وزارت د دې پاکستاني وزیر څرګندونې په کلکه غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې که هر څوک په هره بهانه او عنوان د افغانستان پر حریم تجاوز وکړي، د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.
د افغانستان اسلامي امارت تل ویلي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي. د همدې په تطبیق یې تل د پاکستاني پوځ دغه بې بنسټه ادعاوې په کلکه رد کړي او ترې هیله یې کړې، چې د ښۀ ګاونډیتوب له مخې باید له دغه ډول تورونو لاس په سر شي.
دا یو اصولي دریځ دی چې د ملي حاکمیت او خپلواکۍ ساتنه تضمینوي، خو برعکس بیا د پاکستاني پوځ دا دوه مخی سیاست چې له یوه لوري پخپله خاوره کې داعشي خوارج روزي او له بل پلوه افغانستان باندې د خپلو مخالفو وسلوالو ډلو د شتون تورونه لګوي، په کُلي ډول د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو خلاف دي.
د پاکستاني پوځ او استخباراتي کړیو له لوري د داعشي خوارجو د ملاتړ دا ډول کړنې او بیا د افغانستان په اړه دغه ډول څرګندونې په هېڅ وجه عادلانه او منصفانه نه دي، خو د دې ټولو سربېره بیا داسې څرګندونې چې د افغانستان ملي حاکمیت او خپلواکي په کې تر تجاوز لاندې نیول کیږي، د اسلامي امارت مجاهد ځواکونه به یې پر وړاندې هېڅ وړوکی او ستر اقدام بې ځوابه پرېنږدي او نه هم تېر کې دغه ډول کړنه بې ځوابه پاتې شوې.
پاکستان په تېر کې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هوايي بمباردونه وکړل، چې د اسلامي امارت له جدي نظامي غبرګون سره مخ شول.
په دې بمباردونو کې ماشومان او مېرمنې شهیدانې شوې او ولسي وګړو ته مالي زیانونه واوښتل، خو د اسلامي امارت دفاع وزارت له لوري یې مقابل کې په چټک ډول د غچ اخیستنې اقدام وشو.
اسلامي امارت د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې د استقلالیت لپاره هېڅ ډول مداخله نه ده منلې او نه به یې راتلونکي کې ومني.
د پاکستان په پوځ کې څو ګوته په شمېر جنرالانو تل هڅه کړې، چې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو هېوادونو واچوي. په ځانګړي ډول یې هڅه کړې چې افغانستان د خپلو تورونو تر فشار لاندې راولي او یا یې د بې ثباته کولو هڅه وکړي.
د تعجب خبره خو دا ده چې دوی د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون ادعا کوي، خو هلته چې د دوی تر اډو پورې همدا خلک ورځي او دوی باندې بریدونه کوي، د هغوی له لیدلو عاجز شي؟
ولې د دغو مخالفو وسلوالو مخه تر دومره کلکو امنیتي تدابیرو او پوځيانو د شتون سربېره نشي نیولی؟
دلته افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون ادعا کولی شي، خو خپلو ښارونو کې دننه یې د عملیاتو او بریدونو مخه نشي نیولی؟
د خپلو پوځي ودانیو ترڅنګ له بمونو ډک موټر لیدو باندې یې بیا سترګې پټې وي؟
معلومیږي دا چې دوی د کاسو لاندې نیم کاسې پټوي او غواړي چې د خلکو په سترګو کې د شګو په شیندلو خپله ناکامي پټه کړي.
د پاکستاني پوځ دغه ډول کړنې او څرګندونې داسې ناسنجیده او غیرمسوولانه عمل دی چې تاوان یې زیات، خو ګټه یې هېچا ته نه رسیږي.
اسلامي امارت د خپل ملي حاکمیت د ساتنې لپاره کلک دریځ لري او باید د دې دریځ په ملي او نړیواله کچه درناوی وشي.
پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو حل کولو لپاره د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړول بند کړي او د داعشي خوارجو د ملاتړ سیاست ته باید بدلون ورکړي. دا بدلون نه یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره د سولې او ثبات په راوستو کې موثر رول لوبولی شي.