د سوریې نوي دولت مشر سعودي عربستان ته سفر کوي
رویټرز خبري اژانس وایي، د سوریې د نوي دولت مشر احمد الشرع الجولاني به نن یکشنبې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
اژانس د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې، دا به بهر ته د الجولاني لومړی رسمي سفر وي.
اژانس زیاتوي، د جنوري په ۲۴مه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د سفر پر مهال له احمدالشرع سره د کتنې په ترڅ کې ویلي و، چې عربستان پر دمشق د بندیزونو د لرې کېدو په برخه کې له امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.
یاده دې وي، چې سوریه کې د بشرالاسد رژیم له سقوط وروسته تېره اونۍ احمد الشرع الجولاني د انتقالي حکومت د ولسمشر په توګه وټاکل شو.