د امارت او اماراتو چارواکي د کانونو استخراج او سوداګرۍ پراختیا په اړه غږېدلي

د امارت او اماراتو چارواکي د کانونو استخراج او سوداګرۍ پراختیا په اړه غږېدلي سوداګرۍ او اقتصاد

تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره مله پلاوي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د کانونواستخراج، د کرنې میکانیزه کولو، د زراعتي محصولاتو لپاره د بازار موندنې، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ پراختیا په اړه بحثونه شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې دې کتنه کې همدارنګه اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کولو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هم خبرې اترې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د متحده عربي اماراتو اقتصاد وزیر د افغانستان - اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خپله ژوره لیوالتیا څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی تېرې دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر لاړ، چې د اماراتو لوړ پوړو چارواکو سربېره یې د هند لوړ رتبه چارواکو سره هم کتنې درلودې او ګڼو موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات