پاکستان په ګاونډیو د خپلو کورنیو ماتو پړې پر اچولو عادت دی

پاکستان په ګاونډیو د خپلو کورنیو ماتو پړې پر اچولو عادت دی سیاست
انځور ارشیف

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، دا د پاکستان عادت دی، چې خپلې داخلي ماتې د ګاونډیو په غاړه ور واچوي.

 

د هند بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کړې دي.

 

نوموړي د پکتیکا پرمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، هند پر ملکیانو هر ډول بریدونه غندي.

 

د پاکستان هوایي ځواکونو په موده وړاندې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې په څلور سیمو هوایي بریدونه وکړل او ملکیان یې په نښه کړل چې هغه مهال هم دغه بریدونه د نړېوالو له سخت غبرګون سره مخ شول.

تړلي موضوعات