روان کال پکتیا کې د اوبو د تنظیم په موخه ۲۱ پروژې بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، روان کال په پکتیا کې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ د اوبو تنظیم پروژې بشپړې شوې دي.
د وزارت په خبره، په پلې شویو پروژو کې د سربندونو، کانالونو، حوضونو، کاریزونو او د څښاک اوبو څاګانو جوړونه او بیا رغونې برخې شاملې دي چې په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پلي شوې دي.
دغه پروژې د پکتیا اوبو او انرژۍ ریاست تر چتر لاندې د یو شمېر همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ پلي شوې.