د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي

د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبې په خبر پاڼه کې ویلي، ننګرهار کې له سلو فارمونو څخه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.

 

دغه وزارت په ننګرهار کې د خپل ریاست مسؤلینو له قوله ویلي، د کبانو په ۱۰۰ فارمونو کې نږدې ۳۰۰ تنه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې

 

سرچینې ویلي، چې اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیا پوره کولو لپاره کافي نه دی خو د پوره کولو لپاره یې هڅې روانې دي.


د سرچینې په خبره، هره ورځ نږدې لس ټنه د کبانو غوښه د پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته واردیږي.

 

یاده دې وي، چې د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي چې همدې اړتیا ته په کتو د اسلامي امارت له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د فارمونو په جوړولو کار روان دی.

تړلي موضوعات