امریکا کې د الوتکې لوېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
نیو یارک ټایمز خبر ورکړی، چې د امریکا ایروزونا کې د هونډا HA-420 الوتکه د فالکن فیلډ هوایي ډګر څخه د الوتنې پر مهال را لوېدلې چې د یو ماشوم په ګډون ۵ کسان په کې مړه شوي دي.
نیو یارک ټایمز ورځپاڼې د چارواکو له قوله ویلي، دا پېښه وړمه ورځ (عقرب ۱۵مه) د امریکا په ایروزونا ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د پرواز په مهال له موټر سره ولګېده.
سرچېنې د پولیسو له قوله ویلي، الوتکه کې سپاره ټول ۵ کسان مړه شوي خو د موټر د سورلیو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.