د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیوپه ارزښت ۲۹۰ پروژې منظورې شوې

د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیوپه ارزښت ۲۹۰ پروژې منظورې شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو بیا تر دې مهاله د شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د زېربنا، کلیو پراختیا، ټرانسپورټ، روغتیا، اوبو مدیریت، کرنې، مخابراتو او نورو برخو کې منظورې شوې دي.

د دې ۲۹۰ پروژو،  شاوخوا ۸۰ میلیارد افغانۍ لګښت د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کیږي.

یاد معاونیت تر دې وړاندې هم خبر ورکړی، چې روان کال کې یې په بېلابېلو برخو کې ۱۶ سترې پروژې پیل کړې دي.

تړلي موضوعات