نیکاراګوا له اسرائیلو سره هر ډول ډېپلوماټېکې اړیکې پرې کړې

نیکاراګوا له اسرائیلو سره هر ډول ډېپلوماټېکې اړیکې پرې کړې نړۍ
انځور ارشیف

د نیکاراګوا دولت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، غزه کې د صهیونستي رژیم له لوري د روانې نسل وژنې له امله یې دغه اسرائیلو سره هر ډول ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې دي.

د نېکاراګوا مرستیال ولسمشر صهیونیستي نسل وژونکی رژیم بللی دی.

په ورته مهال د فرانسې، اسپانیا او ایټالیا په ګډون مدیترانه کې د اروپایي ټولنې ۹ هېوادونو رهبرانو منځني ختیځ کې روانه جګړه د اندېښنې وړ بللې او د بېړني اوربند غوښتنه یې کړې.

دغو هېوادونو قبرس کې تر یوې غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې لبنان ته د بشرې مرستو پر لېږد ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات