پر سوله ساتو ځواکونو برید له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

پر سوله ساتو ځواکونو برید له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده نړۍ
انځور ارشیف

د قطر بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې د نړېوالو بشري قوانینونو او ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه بللې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې له نړېوالو قوانینو د اسرائیلو د دوامداره سرغړونې مخنیوی وکړي.

قطر د دې برید د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.

قطر داسې مهال د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د اسرائیلو برید غندي، چې اسرائیلو تېره ورځ لبنان کې په یوه هوایي برید کې د ملګرو ملتونو دوه سوله ساتي ځواکونه په نښه کړل، خو دغه هېواد بیا غزه کې د اسرائیلو له لوري د بې ګناه فلسطینیانو پر وژنه چوپ دی او هغوی د بشر برخه ورته نه ښکاري.

تړلي موضوعات