د کال په تېریدو د غزې شهیدانو شمېر له ۴۲ زرو واوښت!
د غزې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۵ شهیدانو او ۱۳۰ ټپیانو خبر ورکړی، چې ور سره په یو کال او دوه ورځو کې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره او لس کسانو ته پورته شو.
د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له لوري د غزې په تړانګه دا درې بېلا بېل بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي.
د غزې د روغتیا وزارت د خبر له مخې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راپدېخوا د اشغالګرو په بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۴۲زره او ۱۰ او د ټپیانو بیا ۹۷ زره ۷۲۰ ته پورته شو.
سرچېنې لېکلي، ددغې ټولوژنې ۶۹ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
د تېر کال د اکتوبر له ۷مې نېټې پر اسرائیلو د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل را وروسته په غزه د اشغالګرو په بریدونو کې د غزې تړانګې ۶۰ سلنه زېربناوې هم له منځه وړل شوې دي.