د روزګان ولایت د اغا جان بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې
د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان بند د سروې او ډیزاین چارې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او ګنو نورو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د اوبو مدیریت د کرنې او اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام دی.
دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبدالطیف منصور ویلي، د دې پروژې ترڅنګ به نږدې راتلونکي کې د درې نورې پروژې چې سولري برېښنا تولید، د کجکي بند د برېښنا لین لېږد او شفلوغ بند جوړول په کې شامل دي پیل شي.
د اغا جان بند د ۷۰ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو او ۷ زره هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.