د کابل او مسکو تودې اړیکې؛ د کازان ناسته کې د ا.ا پلاوي ته بلنه ورکړل شوې
د روسیې سترې محکمې له لوري یاد هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم اېستلو وروسته کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر ته د کازان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له یاد نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کول د کابل او مسکو اړیکو کې مهم ګام بللی او د دغه اقدام هرکلی یې کړی.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې سفیر سره کتنه کې په بېلابېلو ځانګړي ډول کابل ته د پنجشېر اوبو انتقال پروژه کې روسي پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړې.
ټاکل شوې د کازان ناسته به د روان کال مۍ میاشت کې د روسیې کازان ښار کې ترسره شي، چې د اقتصادي شنونکو په باور افغانستان ته د بهرنۍ پانګې په جذب کې به مهم رول ولري.