د حماس مرکچي پلاوى ولې او څه حيران کړ؟

د حماس مرکچي پلاوى ولې او څه حيران کړ؟ نړۍ
د حماس جهادي غورځنګ

د حماس جهادي غورځنګ ويلي، د دوى مرکچي پلاوى هغه مهال حيران شو، چې د اوربند وړانديز شوی متن يې وليد. 

د حماس يوه مشر الجزیرې تلوېزیون ته ويلي، له اشغالګرو اسرائیلو سره د دوى مرکچي پلاوى هغه وخت خورا حيران او فکر يووړ، چې د مصر له لوري وړاندي شوي وړانديز کې يې د مقاومت د بې وسلې کولو په اړه واضح متن وليد. 

د حماس مشر همداراز ويلي، هغه وړانديز چې مصر دوى ته سپارلى د تړون په لومړۍ اونۍ کې د اشغالګرو نيمايي بنديانو خوشي کول هم شامل دي. 

غزه کې د دايمي اوربند، له غزې اشغالګرو دايمي وتل او بنديانو تبادلې په موخه د خليل حياﺀ په مشرۍ د حماس پلاوی د خبرو لپاره قاهرې ته تللى. 

فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ او اشغالګرو اسرائیلو ترمنځ د غزې تړانګې لپاره د اوربند هڅې وروسته له هغې نوي پړاو ته داخلې شوې، چې د اسرائیلو او اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو د یوې کتنې پر مهال د غزې اوربند او د بندیانو پر تبادله ټینګار وکړ.

حماس تر اوسه د دې خبرو د دوام او پرېښودلو په اړه څه نه دې ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د مصر له لوري په خبرو کې دوه مخيتوب او د مقاومت د خالي سلاح کول هغه نوې مسله ده، چې ښايي دغه خبرې به له نا معلوم برخليک سره مخ کړي.

تړلي موضوعات