امریکا کې د عیسویانو پر مراسمو برید؛ پنځه کسان ټپیان شوي
فاکس نیوز خبر ورکړی، چې د امریکا لوئیزیانا ایالت د نیو اورلینز ښار کې یوه کس د عیسویانو مارډي ګراس پر مراسمو وسلوال برید کړی دی.
فاکس نیوز وايي، چې دې برید کې پنځه کسان ټپیان شوي چې د یوه روغتیايي حالت ډېر نازک دی.
یاده سرچینه زیاتوي، چې مجرم جامیریان انډرس چې ۱۸ کاله عمر لري د پولیسو لخوا نیول شوی.
امریکایي رسنیو ویلي، چې د ټپیانو له ډلې دوو یې له روغتون څخه د وتلو توان درلود خو درې نور یې لا هم په روغتون کې د ډاکټرانو له جدې درملنې لاندې دي او ښايي یو ټپي سترګې بیا ونه غړوي.
امریکايي شنونکي وايي، چې امریکا کې وسله وال بریدونه اوس یوه لویه ستونزه بلل کېږي چې خلک یې له اندېښنو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي، له کلونو راپدېخوا دغه هېواد کې ټولنیز نظم له ګواښ سره مخ دی او د تاوتریخوالي ګراف په لوړېدو دی.
شنونکي د امریکا جرمي پېښو ته په اشارې زیاتوي، خلکو د انسانیت احساس له لاسه ورکړی او په ټولنیزو رسنیو کې هغه ويډیوګانې چې امریکایان په ښوونځیو، پوهنتونونو، هوټلونو او ورته نورو ځایونو کې په ظالمانه ډول یو بل وهي یا یې ځوروي هغه څه دي چې ممکن خلک تېښتې ته مخه کړي.
د امریکا له ملاتړ برخمنې نړېوالې رسنۍ د امریکا وسلوالو بریدونو د ارشیف د معلوماتو په اساس وايي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د وسله والو بریدونو سره په تړلیو پېښو کې ۱۶۰۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰زره نور ژوبل دي.