یوه الماني په خپلو خلکو موټر خېژولی؛ ۱۳ کسان مړه او ژوبل دي
د جرمني سویل لویدیځ ښار مانهایم کې یوه الماني کس ګڼه ګوڼه کې په خلکو موټر خېژولی چې له کبله یې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې پرون دوشنبه خلک د کارناوال فصل د نمانځلو پر مهال راټول شوي وو.
رویټرز د پولیسو له قوله وايي، تورن المانی کس چې یو باغوان و، شاوخوا ۴۰ کاله عمر لري.
اژانس زیاته کړې، چې تورن کس په معایناتو کې د رواني ناروغۍ نښې لیدل شوې دي.
رویټرز راپور کې همداراز ویل شوي، چې جرمني کې د خلکو له لوري د وروستیو تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله د خوندي ژوند په اړه اندېښنې زیاتې شوې او خلکو ټینګار کړی چې د جرمي پېښو مخنیوي کې دې هڅې ګړندۍ شي.
یاده دې وي، چې اونۍ وړاندې هم د جرمني مونیخ کې یو کس په خلکو موټر وخېژاوه او څه باندې ۳۰ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.