امریکا کې د تازه اورلګېدنې له امله بېړنی حالت اعلان شوی

امریکا کې د تازه اورلګېدنې له امله بېړنی حالت اعلان شوی نړۍ
د امریکا کارولینا ایالت کې تازه اورلګېدنه

د امریکا سویلي کارولینا ایالت کې چارواکو د تازه اور لګېدنې له امله پرون یکشنبه بېړنی حالت اعلان کړی او ځایي خلکو ته ویل شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

فاکس نیوز د یاد ایالت د اور وژنې ادارې له قوله وايي، اور د همدې ایالت اړوند میرټل بیچ ښار کې لګېدلی او د یکشنبې تر ماسپښین پورې یې د مهار کچه صفر سلنه وه او  څه باندې ۱۲ سوه جریبه ځمکه یې سوځولې.

سرچینه کارولینا کې د یوه والي چې نوم یې هینري مک ماسټر یاد شوی له قوله ویلي، ژغورونکو ټیمونو شاوخوا ۱۷۰ عملیات ترسره کړي.

سرچینې د دغې اور لګېدو لامل نه دی په ګوته کړی خو ویلي، دي چې چټکتیا یې د تېز بادونو له کبله ده.

تر دې وړاندې هم د امریکا په لاس انجلس کې لګېدلي اور امریکایانو ته سلګونه میلیارده ډالر زیان اړولی و او لسګونه کسان یې ووژل چې مهار یې څو اوونۍ وخت ونیوه.

تړلي موضوعات