اسرائیل په فلسطین کې |۲ برخه| مساحت او څلور خواوې
مساحت او څلور خواوې:
د فلسطین ټول مساحت (۲۷۰۲۴) کیلومتره مربع دی، چې په دې لړ کې (۷۰۴) کیلومتره مربع یې د طبریه او «حوله» دوه جهیلونه او د مړه سمندرګي هغه نیمه برخه ده چي په فلسطین اړه لري. د دې هېواد پراخوالی د بلجیم د ټولې خاورې، یا په امریکا کې د «ورمونټ » د ایالت سره برابر دی او یا په انګلستان کي د «ویلز» په پرتله یو نیم وار زیات دی.
د فلسطین شمالي او شمال لویدیځې پولې د لبنان سره، شمال ختیځ د سوریې سره، او په لویدیځ کې د غزې د شمالي نقطې څخه نیولې د لبنان تر لیدر (Lydre) پورې د مدیترانې د سمندرګي سره موښتي دي. په جنوب کې (پرته د غزې له تنګي څخه تر رفع پورې) د سینا جنوب لویدیځ او د عقبې د بندر جنوب ختیځه کرښه، د مصر سره ګډې پولي لري. په ختیځ کې دا هېواد د اردن سره ګډې پولې لري داسې چې د شمالي نقطې یعني د سوریې د ګډو پولو د نقطې څخه د عقبې تر بندر پورې د اردن سره ګډ سرحد لري. که یې را لنډ کړو نو داسي ویلی سو چي د فلسطین په شمال کې لبنان، په ختیځ کې اردن او په جنوب لویدیځ کي مصر واقع دی.
باید وویل سي چي د اردن سره د فلسطین ګډې پولې د نیمايي نه هم زیاته برخه د «اردن سیند» او «مړ سمندرګی» تشکیلوي چي دا وېش د نقشې له مخې په تېره بیا په شمال ختیځ لوري کې ښه ترا معلوم او تثبیت دی. البته د اردن د سیند او مړه سمندرګي امتیازونه او منابع د فلسطین او اردن دواړو هېوادونو تر منځ ګډې دي.
سربېره پر دې، د هغو پولو په هکله چي د فلسطین د وېش په چوکاټ کي د ۱۹۴۷ میلادي کال د نوامبر پر ۲۹ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پریکړه کې د «یهودي دولت» د تشکیل په باب ټاکل سوي، د یهودي دولت ونډه (۱۴۱۰۰) کیلومتره مربع وه، په داسې حال کې چې د همدې پرېکړې له مخې د عربي دولت د سیمې پراخوالی (۱۱۱۰۰) کیلومتره مربع ټاکل سوی دی. ولې د دې مصوَبې پر خلاف د ۱۹۴۸ میلادي کال د مې راهیسې د فلسطین پر ټوله خاوره د «اسرائیل» په نوم صهیونیسټي دولت قایم دی او په غیر قانوني توګه یې دا هېواد تر خپل استعماري یوغ لاندي راوستلی دی.
د وګړو شمېر:
د فلسطین د وګړو شمیر په نولسمه پېړۍ کي د صهیونیزم د زوکړې نه وروسته، په تېره بیا د دوو جهاني جګړو تر منځ موده کي پرله پسې زیاتوالی موندلی دی. دا ځکه چي په دې مقطع کي دلته نامحدود یهودي لېږد صورت نیولی دی چي راتلونکو لاینحله ستونزو د هغه په ګیډه کې وده ومیندل.
د نولسمي پېړۍ په پای (۱۸۹۵ میلادي کال) کې د فلسطین ټول اوسېدونکي څه کم نیم ملیون کسان وو. حال دا چي په ۱۹۱۴ میلادي کال یعني د لومړۍ لويي جګړي په پیل کي دا شمېر څه کم اوو سوو زرو ته ورسېد چي نژدې ټول یې مسلمانان او لږ یې یهودیان او عیسویان وو. په همدې ترتیب، د جګړې په پای یعنې ۱۹۱۸ میلادي کال کي د فلسطین ټول وګړي د اوو لکو تنو څخه یو څه زیات سول. په دې لړ کي (۶۴۴۰۰۰) کسان عرب (یعني ۷۴۰۰۰) تنه مسلمانان او ۷۰۰۰۰ تنه هم عیسویان وو). پاته ۶۵۰۰۰ تنه یهودیان وو.
د ۱۹۲۲ میلادي کال د سرشمیرني له مخې د فلسطین ټول وګړي (۷۵۷۱۸۲) کسو ته ورسېدل (چي په دې لړ کی۵۹۰۰۰۰ تنه مسلمانان، ۸۳۷۶۴ تنه یهودیان، ۷۳۰۱۴ تنه عیسویان او ۹۴۷۴ تنه هم نور کسان وو). همدارنګه د ۱۹۳۱ میلادي کال د دوهمي سرشمیرني له مخي د هېواد د ټولو وګړو شمېر ۱۰۳۵۸۲۱ کسانو ته ورسېد (په دې کې ۷۵۹۷۱۲ مسلمانان، ۱۷۴۶۱ تنه یهودیان، ۹۱۳۹۸ عیسویان، او ۱۰۱۰۱ تنه هم نور کسان وو).
په ۱۹۴۴ میلادي کال کي د فلسطین د انګریزي حکومت له خوا یوه سرشمیرنه واخیستل سوه، چي د هغې له مخې د هېواد ټول وګړي (۱۷۶۴۰۰۰) تنه وو (یعني ۱۱۷۹۰۰۰ عرب، ۵۵۴۰۰۰ یهودیان، او ۳۲۰۰۰ تنه هم عیسویان او نور کسان وو).
د انګلستان د سرپرستي دورې په پای او د فلسطین د ویش نه وړاندي (په ۱۹۴۷ میلادي کال) د هغه سر شمیرني له مخې چي وسوه، د فلسطین د ټولو وګړو شمیر «۱۹۴۸۰۰۰» کسانو ته رسیدی چې په دې کې «۱۳۱۹۰۰۰» تنه عرب او «۶۲۹۰۰۰» تنه هم یهودیان وو. همدارنګه د ۱۹۴۸ کال د مې په میاشت کي (چي د اسرائیلو دولت د اعلانیدو په درشل کې و) کټ مټ سرشمېرنه د فلسطین د انګریزي حکومت لخوا ومنل سوه. د دې سرشمیرني له مخې د عربو او یهودو ټول ټال شمیر «۱۰۶۵۰۰۰» تنو ته ورسید (یعني ۱۴۱۵۰۰۰ عرب او ۶۵۰۰۰۰ تنه یهود). باید وویل سي چي دا هغه مهال دی چي د سرپرستۍ (یا قیمومیت) د کلونو په اوږدو کي د فلسطین د انګریزي حکومت او نړېوال صهیونیسټي سازمان او د امریکا د پرله پسې او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له مخې، که څه هم فلسطین ته د یهودي کډوالو د لېږد بهیر په شدت سره روان و، بیا هم د عربو شمیر د یهودو په پرتله زښت زیات رقم ښیي. یعني دا چي فلسطیني عرب د یهودو په پرتله «۲٫۱۷ » ځله زیات وو.
مهم ټکی دا دی چي د ۱۹۱۸ میلادي کال څخه تر ۱۹۴۸ میلادي کال پوري په دیرش کلنه موده کي، چي د فلسطین سرپرستي د انګلستان په واک کې وه، لږ تر لږه «۵۰۹۰۰۰» تنه یهودي کډوال فلسطین ته نوي کوچېدلي دي. د دې له امله د فلسطین د فزیکي او بشري ژوند څرنګوالی د ستر ګواښ سره مخامخ سو.
د ۱۹۴۸ میلادي کال د مې د څوارلسمي څخه وروسته (یعني په فلسطین کي د اسرائیلي تحمیلي دولت د استقرار په نتیجه کې) د هیواد د یهودو شمیر د عربو په پرتله په بېړه زیاتوالی وموند. دا ادعا په دې مثالونو کې ښه ترا مشاهده کېدای سي: په ۱۹۱۸ میلادي کال کي د فلسطین د ټولو یهودي وګړو تناسب اته سلنه، په ۱۹۲۲ میلادي کال کې دوولس سلنه، په ۱۹۳۱ میلادي کال کې اوولس سلنه، په ۱۹۴۴ میلادي کال کي یو دېرش سلنه او په ۱۹۴۸ میلادي کال کي دري پنځوس سلنې ته جګ سو. په داسي حال کي چي د عربو دارنګه تناسب ورو ورو د لږښت په حال کې سو. دا ځکه چې هغوی په ډله ییزه توګه اسیر، بندي، قتل یا په زوره هېواد پرېښودلو ته مجبور سول.