د روژې ۱۷ مه ډالۍ | د نېکمرغۍ وسایل

د روژې ۱۷ مه ډالۍ | د نېکمرغۍ وسایل اسلامي

ډاکټر عایض قرني په ژوند کې د نېکبختۍ لوی اسباب داسې ښودلي دي:

زړونه مه ماتوئ !

غيبت مه کوئ !

د چا سره کينه مه کوئ !

د خلکو سپکاوی مه کوئ !

انسان ته ضرر مه رسوئ !

لمونځ مه پرېږدئ !

د قرآن څخه مه لیرې کیږئ !

پر ګناهونو ټینګار مه کوئ !

دوستي مه پرېږدئ !

دوست (شناخته) مه هېروئ !

له خپل ښه حالت څخه مه اوړئ.

په لنډه توګه : د الله تعالی نافرماني مه کوئ او مخلوق ته آزار مه رسوئ !

هو درنو لوستونکو ، ډاکټر عایض القرني په رښتیا هم یو څو هغسې بنسټیز لاملونه انتخاب کړي او وړاندي کړي دي چې ژوند پر ولاړ دی او د آخرت توښه او د ټولنې د سمون او سکون ذریعه ده.

رب دې موږ ته دا وس او توفیق راکړي چې همداسې وکړو . موږ اصلأ د همدې کړنو له پاره خلق شوي یوو . اړینه ده چې خپل اخلاقي، انساني او ایماني مسؤلیت ادا کړو . که هوس دی نور دې بس دی. نن د عمل ورځ ده بېله حسابه، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

تړلي موضوعات