د روژې شپاړسمه ډالۍ | د حسد درملنه
د روژې شپاړسمه ډالۍ
ـــــــــــ
د حسد درملنه
لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد واصفي
حسد ګناه ده او باید خوشي یې کړو. ځینې پوهان حسد ناروغي بولي او روحاني درملنه یې هم وړاندې کوي، چې دلته به یې رانقل کړو:
۱ ـ د حسد په دیني او دنیاوي زیانونو ځان خبرول؛
۲ ـ د علم او پوهې په وسیله خپله عقیده صحیح کول، خصوصا د تقدیر اړوند؛
۳ ـ د دنیا په چارو کې تر ځان کښته خلکو ته کتل؛
۴ ـ د الله پر تقسیم او قضاء راضي کېدل، پر خپله برخه قناعت کول؛
۵ ـ د الله تعالی څخه ډېر خواست کول او دعاء غوښتل چې د دغه مرض څخه نجات راکړي ؛
۶ ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه وو او نورو بزرګانو اخلاقي سیرت مطالعه کول؛
۷ ـ د صالحینو ملګرتیا کول؛
۸ ـ سخاوت کول؛
۹ ـ په تدبر سره د قرآن کریم تلاوت کول، ذکر او دعاء کول؛
۱۰ ـ په دې حقیقت ښه سر خلاصول چي د بل کس سره زما حسد، د هغه په هکله د الله تعالي اراده نه بدلوي.
ډاکټر عایض قرني په دې هکله داسې وایي:
حسد کول د انسان له پاره يوه شيطاني دسيسه ده.
بُغض او حسد نېکۍ سوځوي، روغتيا ته زيان رسوي.
خوشحالۍ له منځه وړي او روح نا آرامه کوي.
کينه کول پر الهي قضا او قسمت نيوکه ده.
د رب حمد ووايه چې هغه پر بندګانو انعام وکړي.
په هغه چا خوشحاله شه چې الله تعالی هغه ته:
منصب ورکړی،
اولاد ورکړی،
مال ورکړی،
دریځ ورکړی،
خوشحاله او مطمئین ژوند وکړئ.
هو، د حاسد د شر او بد نظرۍ څخه د خلاصون لار سهار او ماښام د مسنونو اذکارو ویل، چي په هغه کې معوذتین ویل هم شامل دي، ډېره ګټه لري. بس یوه پاکه اراده او فیصله غواړي.
#حریت_راډيو