له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د وتلو لیدلوری

له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د وتلو لیدلوری

تاریخ تل د ملتونو او نظامونو د بخت او تقدیر پاڼې اړولې. دا پاڼې له داسې ځایه اوښتې، چې هلته عزت او وقار یا ذلت او ناکامي زیږي. د افغانستان اسلامي امارت چې د تاریخ له سختو توپانونو، نړیوالو تحریمونو او تبلیغاتي یرغلونو وروسته د ملت د ارادې په زور راپاڅېد، نن یې یو بل تاریخي ګام واخیست. دا ګام د مسکو له ځمکې پورته او اسلامي امارت یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه ووېست.

 دا اقدام هغه قانوني پیغام و، چې که یو نظام د ملت په زړونو کې ځای وي او د خپل دین، خاورې او خپلواکۍ د دفاع مخینه ولري، نړۍ مجبوره ده چې د هغه نظام وجود ومني، ولوکه هر څومره یې ترې سیاسي انکار کړی وي.

 د روسیې سترې محکمې دا پرېکړه په داسې وخت کې وکړه، چې ډېر ژر د کازان مهمه غونډه د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ جوړېدونکې ده. دا له غونډې وړاندې د اقتصادي، سیاسي او امنیتي تفاهم لپاره نوې سریزه ده.

 د منځنۍ آسیا سیمه چې له کلونو راهیسې د بېلابېلو نشه‌ يي توکو، غیر قانوني تګ - راتګ او قومي شخړو له ګواښونو سره مخ وه، روسیې اوس ومنله چې اسلامي امارت د دې سیمې د امنیت مهم ضامن دی. دا تحول د دې لامل شو، چې مسکو نور خپل زوړ دریځ بدل او د اسلامي امارت له لارې سیمه‌ ییز ثبات ته لاس ورکړي.

 بل پلو افغانستان د طبیعي زېرمو خزانه ګڼل کیږي، چې تل د نړیوالو سیالیو هدف و، خو اوس دا خزانه د افغان ملت د حاکم اسلامي نظام په لاس کې ده. دا پرېکړه روسي پانګوالو ته دا زمينه برابروي، چې له محدودیت پرته دې دلته طبیعي خزانو څخه له قانوني لارو ګټه واخلي. دا به د اسلامي امارت لپاره د عوایدو، پانګونې، تخنیکي همکاریو او سیاسي نفوذ نوې لاره وي.

 د روسیې دا ګام ښیي چې اسلامي امارت نور د افغانستان لپاره د نړیوال سیاست د معادلې مهمه برخه ده. دا پیغام به نورو هېوادونو ته هم جرئت ورکړي، چې خپل زوړ دريځونه له سره وارزوي او د نویو شرایطو مطابق له اسلامي امارت سره تعامل ته لاس ورکړي. یعنې په زیات احتمال دا تحول به د اسلامي امارت مشروعیت ته نړیوال اعتبار ورکړي.

 په نړیوال سیاست کې دا ثابت قانون دی، چې کله یو ملت د خپلې عقیدې، عزت او خپلواکۍ پر بنسټ ودریږي، نو نړۍ ورو - ورو مجبوریږي، چې د هغه ملت ارادې ومني. اسلامي امارت دا تجربه له څو لسیزو جګړو، تحریمونو او تبلیغاتي جګړو وروسته یو ځل بیا ثابته کړه. دا پرېکړه ښيي چې د استقلال، دین او غیرت سیاست که هر څومره منزوي او محاصره شي، بلاخره فتحه کیږي.

 د مسکو دا پرېکړه د نړیوال سیاست په نقشه کې د اسلامي امارت نوی موقف ښیي. دا تحول نړیوالو ته هم پیغام ورکوي، چې که هر څومره یو نظام تر سیاسي، اقتصادي او تبلیغاتي فشارونو لاندې وساتئ، بلاخره مجبوریږئ چې د هغه نظام مشروعیت ومنئ. 

 د مسکو دا ګام به نور هېوادونه هم وهڅوي چې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره نوې لارې وګوري. خپلې پخواني دریځونه له سره وارزوي او د نوي واقعیتونو پر بنسټ اړیکې عیارې کړي. 

 د روسیې دا پرېکړه اسلامي امارت لپاره سیاسي ډګر کې د زمانې نوی پیل دی. دا تحول ښيي چې افغانستان کولای شي د خپلې اسلامي، خپلواکې او متوازنې تګلارې سره نړیوال مشروعیت، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ ییز نفوذ ته نږدې شي. دا نوې لار که په تدبیر، تقوا او د ملت په ارادې سره مدیریت شي، افغانستان به د سیمې او نړۍ لپاره یو مؤثر، باعزته او خپلواک پایداره نظام ولري.

پای