نړیواله اقتصادي جګړه او پر افغانستان یې اغېز

نړیواله اقتصادي جګړه او پر افغانستان یې اغېز

دې وروستیو کې نړۍ د لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د رقابت نوې بڼه غوره کړې. دې رقابتي جګړه کې د ګرمو وسلو ځای صادراتو، ټکنالوژۍ او پانګونې نیولی. همدا په کې د جګړې ښۀ وسایل ګرځېدلي. د امریکا، چین او اروپا ترمنځ دا سیالي له یوې خوا د نړيوال نظم د بڼې بدلون ښيي او له بلې خوا د کمزورو هېوادونو پر برخلیک ژور اغېز پرې باسي. دا سیالي د هغو هېوادونو لپاره چې لا هم د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې دي، یوه موقع هم ده او یوه ننګونه هم.

امریکا هڅه کوي چې د نړۍ پر مالي نظام خپل حاکمیت وساتي. ډالر د واکمنو ارزښتونو په توګه سر کې وي او د نړۍ بازارونه تر خپل پولي واحد لاندې ایسار کړي، خو چین بیا د "یو کمربند، یو سړک" ستراتیژۍ له لارې غواړي، چې د آسیایي، افریقایي او اروپایي هېوادونو سره دا ډول اړیکې جوړې کړي، چې پر نړیوال بازار یې ولکه پراخه شي. اروپا بیا هڅه کوي د دواړو ترمنځ خپل هویت وساتي، خو لا هم د امریکا تر سیوري لاندې ګیره ښکاري.

د دغو دریو اقتصادي بلاکونو دا رقابت د بازارونو پر سر دی، چې اوس یې د پانګونې، زېربنا جوړونې، ټکنالوژۍ او حتیٰ سیاسي نفوذ ته هم سرایت کړی دی. د نړیوال اقتصاد دا جګړه له زېرمو، پانګونو او صنعتي ځواکونو هاخوا د سیاسي نفوذ، فرهنګي تسلط او ژبني تساهل اوږده سیالي ترشا لري.
داسې ښکاري چې د رقابت دا سړه جګړه لنډه نه ده. د لسیزو اوږدې دې رقابتي جګړې کې غالب هغه څوک دی، چې د ملتونو اعتماد وګټي، ثبات تامین کړي او له ویناوو ډېر عمل وکړي.

چین د نوې ورېښمو لارې د نړۍ اقتصادي اعصاب کنټرولول غواړي او اروپا د خپل پاشلي قوت بیا راټولولو خوبونه ویني. 
په داسې حالت کې افغانستان که څه هم یو کوچنی اقتصاد لري، خو د خپل جیوپولیټیک موقعیت له امله د یو پُل حیثیت خپلوي. دا پُل که پر هوښیارۍ وساتل شي، کولای شي د سیالیو له منځه فرصتونه راوباسي، خو که د لویو بلاوو ترمنځ بې‌ پلوه نشي، ښايي د اقتصادي فشارونو ښکار شي؛ ځکه افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هېواد دی. د سیمې او نړۍ هېوادونه هڅه کوي، چې افغانستان ته د یوې ستراتیژیکې نقطې په سترګه وګوري. له همدې امله د هر قدرت هڅه دا ده چې د خپلې اجنډا یوه برخه افغانستان ته هم وغځوي. خو دلته یوه بله مهمه موضوع د اسلامي امارت حاکمیت دی.

اسلامي امارت د افغانستان د داخلي ثبات، اقتصادي ودې او خپلواک سیاست لپاره داسې تګلاره غوره کړې، چې له یوه اړخه غواړي نړیوالو ته دا وښيي چې افغانستان د پانګونې لپاره یو باوري ځای دی او له بله اړخه غواړي د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د یو خپلواک اقتصاد بنسټ کېږدي. 
د دې لپاره اسلامي امارت د چین، روسیې، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو سره روابط پراخ کړي او هڅه کوي، چې د متوازن سیاست له لارې د نړیوال فشار او اقتصادي رقابت ترمنځ یوه واقعي تګلاره غوره کړي. په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي له افغان اقتصادي بازارونو لرې پاتې نشي، چین بیا د معدني زېرمو، ټرانزیټي لارو او د پانګونو له لارې غواړي افغانستان ته ننوځي. اروپا هم غواړي د بشري مرستو او پروژو له لارې د امارت سیاست اغېزمن کړي، خو اسلامي امارت داسې یو معتدل، تدریجي او پراخ سیاست غوره کړی، چې نه د غرب تر ولکې لاندې راځي، نه د شرق تر امر لاندې. دوی هڅه کوي د ټولو سره تعامل وساتي، خو د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې.


د اسلامي امارت لخوا د اقتصادي زېربناوو پراخوالی، د ترانزیټي لارو پرانېستل، د پانګوالو جلب او د مسلکي کادرونو روزل د دې ښکارندويي کوي، چې دا نظام غواړي افغانستان سیمه کې د محتاج هېواد پرځای په اقتصادي دهلېز بدل کړي. دا هڅې که له یوې خوا د افغان ولس ژوند ته مستقیم بدلون راولي، له بلې خوا نړیوالو ته دا پیغام ورکوي، چې اوسنی افغانستان یو نوی تعریف لري. دې نوي تعریف کې افغانستان خپلواک، اسلامي او د همکارۍ غوښتونکی هېواد دی.


په دې نړیوال رقابت کې هغه هېوادونه بریالي دي، چې له داخلي ثبات، واضحې تګلارې او ولسي ملاتړ څخه برخمن وي. اسلامي امارت چې دا درې واړه شرطونه لري، کولای شي دا رقابت خپل هېواد لپاره په ښه فرصت بدل کړي. دا فرصت به د افغانستان اقتصادي استقلالیت لا نور تضمین کړي او د ولس د هوساینې، امنیت او پرمختګ لپاره به نوي زېري له ځان سره راوړي.
پای