د هجرت لۀ ترخو د وطن تر خوږو افغان کډوال څۀ ډول ستنیږي؟
تاریخ ته که نظر وکړو، هجرتونه تل د درد، قربانۍ او زغم داستانونه لري، خو د دې تکالیفو په ګاللو د نویو تمدنونو بنسټ هم ایښودل شوی. د ملتونو د بیدارۍ زېري یې راوړي او د پای په نوم یې د بل ښۀ پیل لاره خلاصه کړې.
له ابراهیمي هجرته تر نبوي سفره، هر یون کې دا قافله له همدغو داستانونو ډکه ده، خو د دې ټولو ستونزو د ګاللو موخه د عزت، وقار او خپلواکۍ ساتل دي.
د هجرتونو دې تسلسل د امتونو حافظه له صبر، باور او استقامته ډکه کړه.
افغان ولس څو لسیزې د اشغال پرمهال د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنې او د جهاد فریضې ادا کولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر شول.
هر هېواد د افغان مهاجرو په شتون پرېمانه مالي، مادي او معنوي ګټې ترلاسه کړې. وطنونه یې پرې جوړ او اقتصادونه یې پرې ورغول، خو کله چې د مهاجر په نوم امتیاز بند شو، د جبر او زور چلند پیل شو. د هجرت دا شپې پر افغان ولس څو برابره سختې او دردمندې شوې. نن همدا درد او تکلیف پاکستان کې د افغان کډوالو له سترګو څاڅي. هغوی چې د هجرت په دیار کې ترې هر راز ګټې او استفادې وشوې، اوس په داسې جبر شړل کیږي، چې نه یې غږ اورېدل کیږي او نه یې حق منل کیږي.
هغه افغان کډوال چې د جګړو، اشغال او مجبوریتونو له امله یې کورونه پرېښی وو، اوس د زور، توهین او ناسم چلند تر جبر لاندې ګیر دي. په داسې حال کې چې نه جرم لري، نه دوسیه او نه هم کوم قانوني اخلال، خو بیا یې هم ژوند تریخیږي او له خپلو حقه - حقوقو محرومیږي.
په داسې حال کې چې نړیوال قوانین جبري وېستنې ممنوع ګڼي، پاکستان د کرکې، توهین او تخریب پر بنسټ د افغان کډوالو کورونه ورانوي او مالونه یې لوټي. په دې اقدام کې پاکستان له ټولو بشري اصولو تېر شوی او پر افغان کډوالو یې وضعیت ترینګلی کړی دی.
د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ویلي، تازه ۹۴۴ کورنۍ چې ټول ۶۷۰۰ تنه کیږي، په جبري ډول وېستل شوي. دې کې ۲۰۷۱ ماشومان دي. هغه چې لا د ژوند په ښه او بد نه دي خبر، خو د جبر دې څپېړې ترې د ماشومتوب خواږه واخیستل. دوی نه جنایت کړی او نه جرم پېژني، خو درګرده د یوه سیستم د تبعیضي سیاست قرباني کیږي. د کورونو نړول، د مالونو ضبطول، سپکاوی او له خپلو حقونو بې برخې کول هغه وېروونکې صحنې دي، چې ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني حکومت له لوري افغان کډوالو سره ترسره شوی ظلم په ډاګه کوي.
نن چې پاکستاني حکومت پر افغان کډوالو د ظلم ډانګ ایښی، نړۍ باید دا صحنې هېرې نه کړي. د بشري حقونو ټول هغه شعارونه چې تل تکراریږي، باید همدلته عملي شي. د مظلومو افغانانو دې درد ته دې نړیوال بشرپال د خپل درد په سترګه وګوري. لکه څنګه چې اسلامي امارت ورته کتلي. اسلامي امارت چې نړۍ د مشروعیت په نوم تر بېلابېلو بندیزونو لاندې ایسار ساتلی، خپلو دغو افغانانو ته د هر راز تدابیرو هڅې پیل کړي.
اسلامي امارت یو وار وړاندې هم په لکونو جبري شړل شوي کډوال په ښه ډول مدیریت کړل او ټولې اړینې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې.
اوس اسلامي امارت بیا خپلو راستنېدونکو هېوادوالو ته غېږه خلاصه کړې او د ښه مدیریت لپاره یې بې سارې هلې - ځلې پیل کړي. له فرضي کرښې نیولې تر مؤقتو استوګن ځایونو، د اړتیا وړ اسانتیاوو، مرستو، روغتیايي پاملرنو او کاري فرصتونو پورې. هڅې شروع دي چې راستنېدونکو افغانانو ته د کوربتوب تود احساس ورکړل شي.
دا استقبال د اسلامي امارت د نظام لخوا د ځورېدلو افغانانو پر زخمونو د پټۍ کېښودل دي. دا ښودنه کوي چې که پردي ملکونه پر افغانانو کړۍ راتنګوي، نو خپل ګران وطن او په کې حاکم شرعي نظام یې غېږې ورته خلاصې نیولې.
اوس راستنېدونکي افغانان د نوي یون لاروي دي. دې یون کې له مظلومۍ تر عزم، له اشغاله تر خپلواکۍ او له پردۍ خاورې تر خپل مسکنه د زړورتیا، صبر او تدبیر داستان بیان دی.
دا حالت به تېر او دا شپې به سبا شي. د مظلومو افغان کډوالو دا درد به د عزت او افتخار په پای بدل شي، خو که پاکستان د کډوالۍ په تاریخ کې له تور داغه ځان ساتل غواړي، نو پکار ده چې دا ظالمانه چلند بند او له نرمۍ څخه کار واخلي؛ ځکه افغانستان هسې هم د خپلو بېرته راګرځېدونکو بچیانو لپاره د امید شمع بل کړې ده.
د اسلامي امارت د دغو ژورو، منظمو او پراخو اقداماتو څخه ښکاري، چې دا وطن اوس د خپلو بچیانو د استقبال لپاره بشپړ چمتؤ دی. دا قافله د هجرت له درده تېربږي، خو دا ځل یې منزل د خپلواکه باعزته او د اسلامي نظامي تر چتر لاندې د خپل کور توده غېږه ده.
باور شته چې د افغان کډوالو دا نوی سفر به د راتلونکي نسل لپاره د باور، ویښتیا او یووالي بنسټ وګرځي.
پۀ همدې هیله
پای