د اسلامي امارت ډیپلوماټیک خوځښتونه او نړیوال امکانات
افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت او ستراتیژیک اهمیت له مخې د نړۍ په نقشه کې کلیدي سیمه ده. د دې هېواد اوږده تاریخي مخینه له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو ځانګړې بڼه لري. افغانستان چې له څو لسیزو جګړو او بې ثباتیو وروسته یې تازه د پرمختګ پر لور مزل پیل کړی، اوس یې دوام لپاره پکار ده، چې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې او له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړل شي.
له ترکمنستان، ترکیې، ایران، روسیې، قزاقستان، اندونیزیا او ګڼو نورو هېوادونو وروسته دا ځل د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي عمان ته رسمي سفر وکړ. هلته یې له خپل عماني سیال بدر بند حمد البوسعیدي سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
اسلامي امارت د خپلو ملي او اسلامي ګټو خوندیتابه لپاره په ډېرې ځیرکتیا نړیوالو سره اړیکو ته پراختیا ورکوي. په دې لړ کې له عمان سره دوه اړخیزې اړیکې د دې ګام دوام دی. عمان له سیاسي او اقتصادي لحاظه په سیمه کې یو معتدل او مهم هېواد دی، چې افغانستان ورسره اړیکو کې ښه پرمختګ کولی شي.
افغانستان به له عمان او نورو مشابه هېوادونو سره د اوږدمهاله اقتصادي او د سوداګريزو اړیکو په برخه کې د زیات باور په ترلاسه کولو ډېرې ګټې وکړي.
له عمان سره د اړیکو پراختیا د سیاسي اړیکو د بهتروالي ترڅنګ په سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو کې هم اغېزمنه ده. د افغاني توکو صادراتو ته زمینې برابرول او د هوایي پروازونو پیلېدل د دې اړیکو د پراختیا مهمې برخې دي. د دې ګامونو له لارې به افغان صنعتګرانو او سوداګرو ته نوي بازارونه او فرصتونه برابر شي، چې له دې سره به د افغانستان اقتصادي جوړښت وده وکړي.
د دې سفر بل مهم اړخ د افغانستان له لوري سیمه ییزو اړیکو پراختیا ته ځیرکتیا ده. عمان د افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې ستراتیژیکي شریکۍ لري. افغانستان کولی شي د خپل موقعیت له مخې عمان سره سیاسي اړیکې پراخې کړي او د تجارتي او اقتصادي اړیکو په برخه کې هم د لویو پرمختګونو لپاره ګام واخلي.
د عمان د وزیر بدر بند حمد البوسعیدي لخوا د افغانستان هوساینې او پرمختګ ته مثبت دریځ د دې اړیکو د لا پیاوړتیا ښکارندوی کوي.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې د اړیکو پراختیا لپاره ښه موقیت لري. د دې موقعیت له مخې دا هېواد د مرکزي آسیا او منځني ختیځ له اړخه مهم دی. له دې لارې به د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته شي.
اسلامي امارت دغه راز د اړیکو د پراختیا په لړ کې نورو هېوادونو ته هم پام اړولی، چې دا چاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان سیاسي او اقتصادي موقعیت پیاوړی کوي. د دې لپاره چې افغانستان په یوه باثباته او پرمختللي هېواد بدل شي، اړتیا ده چې دغه اړیکې په نورې هم پراخې شي، څو په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل ځای او اهمیت ثابت کړي.
د دې اړیکو پراختیا که په سمه توګه پرمختګ وکړي، افغانستان کولی شي د خپلو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره لا نور مخکې لاړ شي. که د دې هلو - ځلو په پایله کې افغانستان خپل ستراتیژیک او اقتصادي موقف ښه کړي، نو د دې هېواد راتلونکی به د اسلامي امارت په دې هڅو له هر اړخه روښانه او ځلېدلی شي.