د پخواني شوروي ماته؛ د دوه قطبي نړۍ پای.!
د پخواني شوروي اتحاد د افغانستان د یرغل پر مهال (۱۹۷۹ م کال) سړه جګړه په اوج کې وه. نړۍ پر دوه قطبه وېشل شوې وه، د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ ستراتېژیکي سیالۍ دوام درلود. په دغه وخت کې هر قطب کوشش کوی، چې په نړۍ کې خپل ځواک پراخ کړي او خپل ملګري زیات کړي. په همدې مهال ډېرو افریقايي او آسیایي هېوادونو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کول، چې د دوه قطبي نړۍ پر سیاستونو یې اغېز درلود.
د افغانستان په سیمه کې د ستراتیژیک موقعیت له امله هر قطب کوشش کوه، چې د نفوذ ساحه یې وګرځوي. دا چې پخواني شوروي اتحاد په خپل ستراتېژۍ کې افغانستان د منځني آسیا هېوادونو برخه ګڼله، نو ځکه ورته مهم وو.
اهداف:
روسیې پر افغانستان د یرغل څخه يې مهم هدف دا وو، چې ددې لارې په سیمه کې ستراتېژیک جغرافیایي موقعیت هند سمندر (ګرمو اوبو) ته لاسرسی ولري، چې دا د شوروي اتحاد لپاره د نړۍ پر پراخې ځمکې د واک په معنا وو، چې پکې کامیاب نه شوه. همدارنګه د ایران له اسلامي انقلابه ( چې په همدې کال واک ترلاسه کړی وو) چې د شوروي جمهوریتونو په څنګ کې یې اوسېدلو سره د خنډونو وېره درلوده. او بل هدف يې د شوروي جمهوریتونو د امنیت ساتنه او د منځنۍ او جنوبي آسیا هېوادونو انرژي سرچېنو ته لاسرسی وو.
د نړېوالو اندېښنې:
پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل په نړۍ کې د ستراتیژیک حریف امریکا او ملګرو ملتونو لپاره ژوره اندېښنه وه. همدارنګه د سیمي هېوادونو هم اندېښنې درلودې؛ د ایران اسلامي انقلاب د روسیې له لوري ورته د خنډونو، پاکستان د خپلواکۍ له لاسه ورکولو او چین هم د سرحدي سېمو د امنیت د ګواښ له امله وېره درلوده.
په سیمه کې د ګواښ په ګډه مدیریت:
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د دوی حریفانو ته بهانه په لاس ورکړه، د سیمي هېوادونو، اسلامي نړۍ او حتا تر امریکا پوري ټولو د شوروي ضد جهاد مجاهدینو حمایت وکړ. د دوی لپاره د شوروي اتحاد ختمولو همدا بهترین فرصت وو، چې پکې کامیاب شوه او په سیمه کې یې د ګواښ په ګډه مدیریت وکړ.
د دوه قطبي نړۍ پای:
د پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید یو له هغه لاملونو څخه وو، چې د روسیې اقتصاد او سیاست بې ثباته شو. او همدارنګه د شوروي اتحاد پر ۱۵ نورو هېوادونو ووېشل شو. ددې ټولو ننګونو سره په ښه توګه د نه لوبېدو له امله په (۱۹۸۸ م) کال کې د شوروي اتحاد زوال چې له مخکې پېل شوی وو، په افغانستان کې له ماتې سره پای ته ورسېد. د شوروي اتحاد ماتې د نړېوال نظم رخ بدل او امریکا د نړۍ د یواځیني قوت او یوه قطب په حېث راڅرګنده شوه. او دوه قطبي نظم ته د پای ټکی کېښودل شو.