د ښارونو آبادۍ او ښکلا لپاره د ښاروالیو هڅې

د ښارونو آبادۍ او ښکلا لپاره د ښاروالیو هڅې

په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې ګڼ بدلونونه راغلل.
د دې پرمختګونو یوه مهمه برخه د ښارونو بیارغونې هڅې دي، چې مرکز کابل او ولایاتو کې د ښاروالۍ مسؤلینو له خپلو لومړیتوبونو ګرځولي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر مرکزي او ولایتي ښاروالانو غږ وکړ، چې د ښارونو په جوړولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د ښارونو بیارغونه که له یوه لوري فزیکي رغښت دی، له بل پلوه د اقتصادي پرمختګ، ټولنیزې سوکالۍ او د ښارونو ښکلا ته د خلکو هیلې ژوندۍ کول دي.

د افغانستان ښارونه تل د هېواد د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند هندارې پاتې شوې. د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د ښاروالیو هڅې د رغونې، ښاري ښکلا او ښاري خدمتونو د پراختیا په برخه کې د پام وړ ده.
د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت وروسته ښارونو کې ګڼې تړلې لارې پرانېستل شوې. لوی شمېر خامه سړکونه کانکریټي شول. تګ - راتګ کې د اسانتیا د ډېرېدو په موخه تنګې لارې پراخې شوې.
دغه راز د ښارونو ښکلا ته ځانګړې پاملرنه وشوه. شنې ساحې پراخه او د تفریح لپاره مناسب ځایونه برابر شول. د دې سربېره د عامه ځایونو تنظیم او د ښار پاکۍ پروګرامونو ډېرښت هغه ګامونه دي، چې د ښاري ژوند بڼه یې ورځ تر بلې د ښه والي لور ته روانه کړه.

د ښاروالیو هڅې یوازې په رغونه او ښکلا پورې محدودې نه دي؛ ځکه د سړکونو رغون او تنظیم راوستو خلکو لپاره د آرامۍ، تفریح او اقتصادي ودې فرصتونه برابر کړي.
په بازارونو کې د سړکونو او پلورنځیو تنظیم، د غیرقانوني جوړښتونو لرې کول او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول هغه برخې دي، چې د ښارونو په ښکلا او اقتصادي پرمختګ کې یې د پام وړ ښه والی راوستی.

د هېواد مرکز په ګډون د ټولو ولایاتو ښاروالیو ته په کار ده چې د خپلو پرمختیايي پروژو لپاره اوږدمهاله ستراتیژۍ جوړې کړي، څو دا هڅې په لنډ مهال پورې محدودې نه شي. دې برخه کې د خلکو او د نظر د خاوندانو آندونه او غوښتنې خورا مهمې دي. د ښاري شوراګانو جوړول، د خلکو د نظریاتو اخیستل او د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کول د دې هڅو دوام ډاډمن کولای شي.

دغه راز د ښارونو تنظیم، رغونه او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره ټکنالوژي هم کولای شي، چې لوی بدلونونه راولي. د ډیجیټل سیستمونو پلي کول، د سمارټ ښارونو لپاره هڅې او د ټرافیکي نظم تنظیم په دې برخه کې ډېر اغېزمن دی.
د ښارونو په جوړولو کې د چاپېریال ساتنه او د شنو ساحو پراختیا باید د ښاروالیو د لومړیتوبونو برخه وي؛ ځکه دغه چاره د اقلیمي بدلونونو مخنیوي کې هم مرسته کوي، کوم چې دې وروستیو کې ترې سیمه او نړۍ رنځ وړي.

د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ښاروالیو دا هڅې د افغانستان د ښارونو لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانېستي. د دې هڅو پرمټ باید د هېواد ښارونه د رغونې او پرمختیا بېلګه وګرځي، چې ورسره به د ولسونو ژوند بهتر شي او نړۍ ته به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو واضح انځور ښکاره شي.