د قصاص د تطبیق پایلې
افغانستان کې د اسلامي شریعت د بیا حاکمیت له برکته یو ځل بیا د قصاص حکم د زرګونو خلکو په حضور کې عملي شو.
دې چارې هېواد کې د عدالت او امن استازولي وکړه، چې دا د مقتول کورنۍ، اسلامي محاکمو او خلکو لپاره د مهم پړاو پایله وه. قصاص د اسلامي ارزښتونو مهم اړخ دی. مخالفت یې په اسلامي حدودو باندې نیوکه ده.
د قصاص په تړاو الله تعالی فرمایي:
(َوَلَكُمْ فِي ٱلْقِصَاصِ حَيَـٰوةٌ يٰأُولِي ٱلأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) (البقره: ۱۷۹).
د دې حکم فلسفه دا ده چې قصاص له یوه پلوه د مقتول کورنۍ ته د زړه سکون او ارامي ورکوي او له بل پلوه پرې ټولنه کې د جرمونو مخنیوی کیږي.
د دې وروستي قصاص عملي کېدل ښکاره پیغام وو، چې په اسلامي نظام کې هېڅوک د قانون څخه لوړ نه دي او هر چا ته په کې د عدل حق موجود دی.
افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د قصاص حکم له دریو محکمو تېریږي، څو دا حکم د شفافیت او عدل په معیارونو برابر شي. بیا وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تر کتنې او تائید وروسته ورته عملي جامه اغوستل کیږي.
دا ډول شفافیت د اسلامي شریعت د تطبیق ځواکمنتیا ښيي او ټولنه کې د خلکو اعتماد پر خپل نظام لا پسې زیاتیږي. دا هڅه د نظام تر چتر لاندې خلکو ته د عدالت او ثبات د پلي کېدو تضمین دی؛ ځکه د قصاص تطبیق د ټولنې په سمون کې حیاتي اغېز لري.
په هغو ټولنو کې چې اسلامي حدود پلي کیږي، خلک ځانونه د قانون تابع ګڼي او ټولنه کې پرې د جرمونو کچه راټیټیږي. د دې سربېره پرې د ټولنې د اخلاقو کچه وده کوي.
د اسلامي امارت له بیا حاکم کېدا وروسته دا شپږم قصاص و، چې د هېواد په کچه پکتیا کې عملي شو. دا هڅه د اسلامي اصولو په تطبیق کې د دې نظام ژمنتیا څرګندوي.
غربي رسنۍ په مکرر ډول د قصاص په تړاو منفي تبلیغات کوي او دا د انساني حقونو خلاف بولي، خو د دې پروپاګند تر شا استعماري افکار او د اسلامي ټولنو د آزادۍ ضد دریځ دی. هغوی هڅه کوي د اسلامي نظامونو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او د خپلو غیري مشروع ارزښتونو ترویج ته زمینه برابره کړي.
د دا ډول تبلیغاتو پر مټ هڅه کوي چې اسلامي حدود سخت او غیر انساني وښيي، په داسې حال کې چې اسلامي شریعت د ټولو بشري اړتیاوو په پام کې نیولو سره یو بشپړ نظام دی.
نړیوال سازمانونه چې د بیان او عقیدې د آزادۍ شعارونه ورکوي، ولې بیا په قصاص باندې نیوکې کوي؟
آیا دا سازمانونه خپلو شعارونو ته ژمن دي؟
د قصاص پلي کول د یو مسلمان ملت شرعي حق نه دی؟
آیا په دې ډول اسلامي نظام سره ټولنه نه سالمه کیږي؟
د دې پوښتنو د ځوابونو په اساس دغه برخه کې د نړیوالو سازمانونو او نورو ټولنو غندنې هېڅ د ارزښت وړ نه دي.
د قصاص عملي کول د دې څرګندونه کوي، چې اسلامي شریعت د یوه ملت د بقا او سلامتۍ لپاره څومره اړین دی.
د خلکو شرعي حقوق ته لاسرسی او د اسلامي حدودو پلي کول هغه عوامل دي، چې د ټولنې په نظام کې د ثبات او عدالت تضمین کوي. د قصاص په عملي کېدو سره د هېواد سرتاسري امنیت او شرعي نظام لا ټینګښت مومي.
افغانستان کې د اسلامي شریعت د حدودو نافذ کېدل یو دیني مکلفیت او د ټولنیز عدالت د ثبات لپاره اساسي اړتیا ده. وروستي قصاص ته د زرګونو خلکو ورتګ وښوده، چې افغان ولس د اسلامي امارت له دې چارې څومره راضي او خوښ دی؟
قصاص د ژوند راز دی او د دې عملي کېدل د مقتول کورنۍ ته د انصاف په ورکړې سره د ټولنې راتلونکی خوندي کوي. د قصاص د تطبیق پر وړاندې نړیوال انتقادونه او غربي پروپاګند د اسلام د حقانیت او اسلامي ټولنو د خپلواکۍ پر ضد دښمنانه دریځ څرګندوي.
افغان ولس باور لري، چې اسلامي امارت به د شریعت په تطبیق کې همداسې ژمن پاتې کیږي او هېواد کې به د حق آواز له دې څلي د تل لپاره پورته وي.