د هند او افغانستان ترمنځ د باور او همکارۍ نوی پیل

د هند او افغانستان ترمنځ د باور او همکارۍ نوی پیل

افغانستان اسلامي امارت وروسته له دریو کالو هند ته خپل لومړی رسمي ډیپلوماټ واستوو.
هند ته د دوکتور اکرام الدین کامل لېږلو د هند او افغانستان ترمنځ نوی ډیپلوماټیک فصل پرانیست.
دا اقدام د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ په کچه مهم و؛ ځکه دا د نړیوال تعامل او ډیپلوماټیک انکشاف په برخه کې د باور فضا رامنځته کوي.

سیمه کې د هند او افغانستان ډیپلوماټیکې اړیکې د متقابل درناوي، باور او همکارۍ یو اغېزناک انځور وړاندې کوي. 
له ډېرې مودې راهیسې افغانستان او هند تاریخي اړیکې لري، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا اړیکې یو څه تر اغېز لاندې راغلې وې. د دې نوې ټاکنې سره افغانستان هند او نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ باور لري او غواړي چې له یو ستراتیژیک لیدلوري د سیمې په کچه ټولو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

دا نوې ډیپلوماسي به د اعتماد فضا رامنځته کړي او دواړه هېوادونه به وکولی شي، چې له یو بل سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ګټوره همکاري وکړي.
هند د جنوبي آسیا په اقتصادي ځواک کې ځانګړی ځای لري. له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو زیاتوالی سیمې ته د اقتصادي خونديتوب او ثبات نوې فضا رامنځته کوي.
 افغانستان د قیمتي زېرمو، زراعت او ستراتیژیک موقعیت له برکته کولای شي، په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي. 

د دې نوي ډیپلوماټیک پرمختګ په پایله کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا وشي او تمه شته چې د افغانستان اقتصاد به ورسره پیاوړی شي. 
دغه راز هند کولی شي چې د افغانستان په زېربناوو کې د پانګونې له لارې د برېښنا، روغتیا، ټرانسپورټ او تعلیم په څېر نورو برخو کې د پراختیا پروژې پيل کړي، چې له دې سره به افغانستان کې د کار زمینې زیاتې او د خلکو ترمنځ به د ښه ژوند کولو فرصتونه ډېرښت ومومي.

هند ته د اسلامي امارت د ډیپلوماټ استول په سیمه کې د یوه متوازن سیاسي تعامل او د اعتدال رامنځته کولو لپاره هم مهم ګام دی؛ ځکه دا اړیکې د هند او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیز باور لپاره بنسټ ږدي.
هند او افغانستان دواړه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د مهمو لوبغاړو په توګه اهمیت لري او د دې اړیکو رامنځته کېدل کولی شي، چې په سیمه کې د ګډو ستونزو لپاره یو ښه چاپېریال رامنځته کړي.
 له دې سره د اسلامي امارت نړیوال سیاسي دریځ نور هم پیاوړی کیږي. 
د افغانستان له لوري دغه نوښت د امن او ثبات پیغام دی، چې په سیمه کې د پیاوړې همکارۍ یو نوی بنسټ ایښودل غواړي.

په اوسني وخت کې افغانستان اقتصادي پراختیا ته ډېره اړتیا لري او دا اړیکې کولی شي، چې د خلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلونونه راولي. 
د افغانستان او هند ترمنځ له دې اړیکو سره به سوداګریزې اړیکې پراختیا پیدا کړي او د افغانستان په اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري. 

دغه راز کېدلی شي چې هند د افغانستان زراعتي محصولاتو او صنعت لپاره یو پراخ بازار شي. دا بازار د افغانستان اقتصادي بنسټونه نور هم پیاوړي کولی شي، چې په ترڅ کې به یې افغانستان د اقتصادي او سیاسي پراختیا په موخه موثر اقدام کړی وي. دا اړیکې به د هند سربېره د نورو هېوادونو لپاره هم د متقابل احترام او باور فضا جوړېدو کې مرسته وکړي.

دې ټولو فرصتونو ته په کتو ویلی شو، چې د اسلامي امارت له لوري هند ته د نوي ډیپلوماټ ټاکنه یو هوښیارانه ګام دی، چې د هېواد سیاسي دریځ او اقتصادي ستراتېژي به ورسره لا نوره وغوړیږي.