د ملي یووالي ټینګښت پر لور د نویو هڅو اغېز

 د ملي یووالي ټینګښت پر لور د نویو هڅو اغېز

د قومونو یووالی او د ورورګلوۍ پيغام هغه ملي پانګه ده، چې د یو هېواد د بقا او پرمختګ تضمین کوي. 

 

دې وروستیو کې د افغانستان له شمالي ولایتونو قومي مشرانو سویلي ولایتونو ته سفر وکړ، څو د هېواد د قومونو ترمنځ یووالی او تړون نور هم پیاوړی کړي. 

 

دغه ډول لیدنې او اړیکې د یو نوي افغانستان په جوړولو کې ستره حیاتي هڅه ده، چې د یوې سیمې د خلکو له بلې سیمې سره د ورورګلوۍ او همکارۍ روحیه لا ټینګوي. 

 

د کندهار قومي مشرانو ته د شمالي ولایتونو سفر یوه تاریخي پرېکړه وه، چې د هېواد په کچه یې د یووالي او اتفاق بېلګه وړاندې کړه.

 

کله چې د هېواد قومي مشران د یووالي او همغږۍ لپاره په ګډه د یو او بل سیمو ته سفرونه کوي، د دې سفرونو اغېزې یوازې په سیمو باندې نه پاتې کیږي؛ بلکې د هېواد هر ګوټ ته د سولې، ورورګلوۍ او اتفاق پيغام ترې ځي.

 

دا پيغام د هغې انګېزې پیاوړې څرګندونه ده، چې افغانستان یوازې د ټولنیز یووالي له لارې کولای شي په نړیواله کچه خپل ځای ومومي.

 

د شمال او جنوب ترمنځ دا تبادلې د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره خورا ارزښتناک رول لري. هر کله چې یو هېواد له داخلي یووالي او په قومي سطحه له ټینګې همکارۍ څخه برخمن وي، دغه هېواد بیا په نړیوال ډګر کې د پرمختګ او سیالۍ لپاره ځواکمن ولاړ وي. 

 

د نړۍ پرمختللي هېوادونه هغه دي، چې د قومونو او توکمونو ترمنځ یې توازن او یووالی رامنځته کړی وي.  

 

افغانستان چې د قومي ترکیب له پلوه یو متنوع هېواد دی، اړتیا لري چې د دې ډول تبادلو او لیدنو له لارې خپل ملي هویت لا ټینګ او د خپلمنځي اړیکو د ساتلو سطحه نوره هم پورته کړي.

 

افغانستان په اوسني پېر کې د بیارغونې او جوړونې یو حساس پړاو کې دی، په داسې مهال د قومي مشرانو هڅې د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره یو حیاتي اړخ ګڼل کېدای شي. 

 

د قومونو ترمنځ دغه ډول یووالی د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین ځکه دی، چې د سولې د ټینګښت پرته اقتصادي پرمختګ شونی نه دی. دا ډول سفرونه او لیدنې د ورورولۍ او یووالي پيغام رسوي او د خلکو ترمنځ د ګډو ګټو په اړه همکارۍ زیاتوي.

دا تګ - راتګ د یوې ټولنې پۀ توګه نړیوالو ته هم  زموږ د ملي یووالي او پیاوړتیا څرګندونه کوي.

 

داسې وخت کې چې نړۍ په چټکۍ سره د اقتصادي او سیاسي بدلونونو سره مخ ده، افغانستان ته هم په کار ده، چې د قومونو ترمنځ یووالی او اتفاق لا نور ټینګ کړي.

دغه راز دا لیدنې او سفرونه د هېواد د سیاسي ثبات او ملي امنیت لپاره هم ډېرې مهمې دي. کله چې د شمال قومي مشران کندهار ته تللي وو او د کندهار مشران شمال ته ځي، دا پۀ حقیقت کې د ملي ثبات او همغږۍ بېلګه ده چې د هېواد پۀ هر کونج کې د ملي پیوستون پيغام خپروي.

 

له دې سره - سره د ملي یووالي دغه پیغام د افغانانو په ذهنونو کې دا روحیه پیاوړې کوي، چې پر ننګونو د بریالیتوب لپاره په کور دننه د یو موټي افغانستان درلودل خورا مهم دي.

د قومي مشرانو دا هڅې د هېواد د یووالي او پرمختګ لپاره بې‌ساري دي. 

 

د قومونو تر منځ دا ډول یووالی او همکاري به د افغانستان راتلونکي ته لار هواره کړي او افغانانو ته هم پۀ کار ده چې د دې ملي پیاوړتیا لپاره خپل رغنده رول ولوبوي. 

 

د نړۍ په سیاسي او اقتصادي صحنه کې د افغانستان راتلونکی پۀ دې اړه یو روښانه پیغام دی.

 

که افغانان د ملي یووالي پر مټ حرکت وکړي، کولای شي د نړیوالو سره پۀ سیالۍ کې مخته ولاړ شي او د یوه پرمختللي او ودان هېواد واکمنان وګرځي.