ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ د سیاسي معاملو پایلې

ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ د سیاسي معاملو پایلې

په معاصر سیاسي ډګر کې د هر ملت حق دی، چې خپل غږ پورته کړي. په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې جګړو ځپلې وي او اوس د سولې پر لور د حرکت په حال کې دي. 


په دې لړ کې اسلامي امارت چې تر شل کلنې جهادي مبارزې وروسته یې د خپل هېواد اشغال مات کړ، اوس نړیوالو ډګرونو کې د دوی د وړاندې تګ مخه نیول کیږي. د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته یې استازي نه بلل ښکاره او تازه بېلګه ده.


سهیل شاهین چې قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشري کوي، د ملګرو ملتونو په دې پرېکړې خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې او په ښکاره ټکو یې ویلي، چې دا ډول کړنې به یوازې د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن زیات کړي.


رښتیا هم که نظر وکړو، دا به عدل وي، که ظلم؟ چې د یو ملت پر حقونو ښکاره سترګې پټیږي؟


آیا نړۍ دا حقیقت نه ویني، چې اسلامي امارت د ملت اصلي ملاتړ له ځان سره لري او دا ملاتړ هغه بې‌ پایانه ځواک دی، چې دایماً به د دې ولس او نظام ترمنځ روان وي.


دې ولس او نظام په ګډه هېواد کې د اشغال ورمېږ ورمات کړ او اوس یې د هېواد رغون لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي، خو کله چې په دې ستر حقیقت سترګې پټې شي، دا پوښتنه پورته کیږي چې آیا نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان په اړه له رښتینو حقایقو وېره لري؟


په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان تل د عدالت د ملاتړ ادعا کوي، د افغانستان د څوکۍ په تړاو دا کړنه د دوی دغه ادعا تر پوښتنې لاندې نه راولي؟


دا ښکاره ده چې اسلامي امارت د افغان ولس استازی دی، که چېرته په دغه ډول نړیوالو ډګرونو کې ورته د استازولۍ حق ورنکړل شي، نو افغان ملت به له نړیوالې ټولنې څخه لا نور لرې پاتې نشي؟


بس دا وخت دی چې نړۍ باید د افغانانو غږ واوري، نه دا چې په توپیري چلند یې پر حقونو تېری وکړي.


د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل هم د ملګرو ملتونو دا کار په ښکاره ډول د افغانانو پر حقونو تېری بللی.


تکل ویلي، که د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي، نو دوی به په ښې زیموارۍ د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.


اسلامي امارت د افغان ملت د ملاتړ استازولي کوي. د هېواد د سولې او ثبات لپاره یې هم هڅې نه پټېدونکې دي. ملګري ملتونه باید د همدغو حقایقو په رڼا کې خپلې پرېکړې وکړي.


افغانستان اوس په حساسه مرحله کې دی او د نړۍ سترګې هم دې مرحله کې افغانستان ته دي.


په داسې حساسه مرحله کې باید په نړیوالو ډګرونو د افغانستان استازولي د اسلامي امارت مسلم حق وګڼل شي، نه یو امتیاز. دغه راز باید دغه څوکۍ د هېڅ ډول سیاسي معاملې ښکار نشي.


هغه هېوادونه چې د سولې پر لور روان دي، باید د نړۍ په ستر فورمونو کې د خپل غږ پورته کولو حق ولري او دا د نړیوالې ټولنې د انصاف غوښتنې ادعا هم ده.


ملګري ملتونه په ظاهره کې د سولې او عدالت نښې پر اوږو ګرځوي، خو د افغانستان په اړه بیا پر دغو پرېکړو سترګې پټوي.


نړیواله ټولنه چې د انصاف او بشري حقونو پر اصولو ټينګار کوي، په افغانستان کې یې د وضعیت بدلون په تړاو سترګو باندې ګوتې ایښي.


د افغانستان ټوله جغرافیه د یو نظام تر قیادت لاندې په بشپړ امنیت کې راوستل. د پرمختیایي او پراختیایي چارو چټکتیا او نور ستر سیاسي، اقتصادي کارونه او پرمختګونه مناسب دي چې له نظره وغورځول شي؟


خو ملګرو ملتونو همدغه فرصت له افغانانو اخیستی، چې دوی خپل غږ پورته کړي او د خپلو حقونو څخه په نړیوال ډګر کې دفاع وکړي. 


دا په ښکاره د افغان ملت پر حقونو تېری او د نړیوالې ټولنې په اخلاقي بنسټونو نیوکه ده. 


 نړۍ باید په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان د استازو لخوا د حق غوښتنه واوري او که په دې ډول خپلې نامشروع چوپتیا ته دوام ورکړي، نو دوی به په لوی لاس د افغانانو او نړۍ ترمنځ یو بل لوی دیوال جوړ کړي، چې پایلې به یې همدې نړیوالو لپاره بېرته په زیان وي.