د ټاپي پروژې امنیت او استخباراتي ننګونې

د ټاپي پروژې امنیت او استخباراتي ننګونې

ټاپي پروژه چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي، له ستراتیژیک پلوه د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د انرژۍ د لېږد مهمه پروژه ده.


که له یوه پلوه دا پروژه د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې حیاتي رول لري، له بل پلوه یې افغانستان ته د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې داسې نادر فرصت برابر کړی، چې په مرسته به یې دا نظام خپل اعتماد او ستراتیژیک حېثیت نړیوالو ته ثابت کړي.


له همدې امله د استخباراتي دسیسو پر ضد د دې پروژې د امنیت تامین ډېر زیات مهم دی.


ټاپي د انرژۍ د بحران حل برخه کې د سیمې په کچه کلیدي پروژه ده. د ترکمنستان ګاز هم چې په نړیواله کچه ارزښتمن دي، د افغانستان له لارې د سیمې نورو هېوادونو ته رسول کیږي. که چېرې دا پروژه له کوم امنیتي خنډ سره مخ کیږي، نو د افغانستان په اقتصادي باور د منفي اغېز ترڅنګ به د سیمې په اقتصادي ثبات کې هم د جدي ستونزو لامل وګرځي.


د ټاپي پروژې د امنیت خوندي ساتل که په ظاهري ډول د امنیتي تدابیرو په ټینګولو پورې تړاو لري، خو په باطن کې پراخو استخباراتي، سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا ده.


دا د ګازو انتقالوونکې پروژه د افغانستان لپاره د نړیوالو باورونو یو ازمېښت دی، چې له دې لارې یې اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت ښکاره کیږي.


دا پروژه د افغانستان پر ځمکې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د سیمې او نړۍ د ښه باور څرګندونه کوي، چې باید په بشپړه توګه خوندي پاتې شي. له همدې امله د دغې پروژې پایداره امنیت لپاره باید د دې پروژې اړوند ټول پرسونل او شرکتونه چې د ټاپي په تمویل او ملاتړ کې برخه لري، د هر ډول داخلي او بهرني ګواښونو پر وړاندې خوندي وساتل شي. 


د افغانستان رول اوس یوازې د یوه لېږدونکي هېواد په توګه نه دی. دا یو پلیټ فارم دی چې د سیمه‌ ییزې همکارۍ، باور او ګډو ګټو پر مبناء څرخي.


په دې پلیټ فارم کې د بریالي رول لپاره باید اسلامي امارت په اقتصادي، سیاسي او امنیتي پالیسیو کې په لوړ معیار کړنې ترسره کړي. 


اسلامي امارت ته پکار ده، چې د دې پروژې لپاره پر امنیتي ستراتیژۍ کار وکړي؛ ځکه د ټاپي امنیت په ټوله سیمه کې د سولې، ثبات او همکارۍ لپاره حیاتي حیثیت لري. 


اسلامي امارت باید د دې پروژې په شاوخوا کې امنیتي زون رامنځته کړي، چې په کې د پورته ټولو برخو لپاره په عالي چمتووالي سره فعالیت وکړي. 


د سیمې معرضې استخباراتي شبکې تل په داسې پروژو کې د خنډونو او بدبینۍ هڅې کوي. دا استخباراتي ډلې او سازمانونه غواړي چې افغانستان د داسې پروژو له تطبیق څخه بې برخې پاتې کړي. 


په دایکندي کې وروستۍ پېښه د همدغو استخباراتي شبکو شومه دسیسه وه. دا پېښه ښيي چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او له سیمې سره د همکارۍ پر وړاندې ډېرې داخلي او بهرني دسیسې روانې دي. 


اسلامي امارت باید د دې شومو دسیسو د مخنیوي لپاره یو پراخ امنیتي او استخباراتي پلان عملي کړي. 


په دې برخه کې مهمه ده چې د سیمې او نړۍ استخباراتي وضعیت په ښه ډول درک شي او د هغه شبکو او کړیو هڅې او دسیسې په نطفه کې شنډې شي، چې د افغانستان لخوا په سیمه کې د لویو پروژو د پلي کولو پر وړاندې بدبین دي.


د سیمې هغه استخباراتي کړۍ او ډلې چې نه غواړي افغانستان په داسې ستراتیژیکو پروژو کې شامل شي، په دوامداره څار او کشفي عملیاتو سره باید توقیف او یا هم محوه شي.


اسلامي امارت ته په کار ده، چې د خپلو استخباراتي او امنیتي ارګانونو په غښتلي کولو سره د ټاپي او نورو پیل شویو یا پیلېدونکو سترو امنیت تضمین کړي. دا تضمین به د افغانستان اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګ سبب وګرځي.


دغه راز باید اسلامي امارت له سیمه‌ ییزو او نړیوالو ادارو سره له نږدې کار وکړي او امنیت په فضا کې د دغې پروژې په ترسره کېدو هغوی باوري کړي.


دې برخه کې باید اسلامي امارت د خپلو استخباراتي ادارو په مرسته د هغو دسیسو پر وړاندې یو جامع پلان ترتیب کړي، چې د افغانستان په راتلونکي اقتصادي پرمختګ کې خنډونه جوړوي.


اسلامي امارت باید په دې اړه ډېرې پیاوړتیا سره ګامونه پورته کړي او هغه استخباراتي شبکې چې د ټاپي پروژې پر وړاندې منفي افکار لري، پر وخت مهار کړي. په دې توګه به افغانستان وکولای شي چې په سیمه کې باامنه او ستراتیژیک هېواد پاتې شي.


اسلامي امارت باید په هیښو اقداماتو خپلو خلکو او نړیوالو ته دا پیغام ورسوي، چې د دې ډول دسیسو او بریدونو مخه په هسته کې نیولی او له منځه یې وړلی شي.


په دې سره به د امنیت په فضا کې ټاپي پروژه تطبیق او نړۍ ته به دا ستر پیغام ورسول شي، چې افغانستان په بشپړ ډول د نړیوالو همکارانو سره په ستراتیژیکو پروژو کې ګډ کار لپاره چمتؤ دی. 


د دې پروژې بریالیتوب به افغانستان کې د نورو لویو سیمه ییزو پروژو د ښه تطبیق فرصت برابر کړي، چې په مرسته به یې افغانستان د سیمه‌ ییزو او نړیوالو انرژیکي او سوداګریزو لارو یو کلیدي هېواد وګرځي.


 په ټوله کې ویلی شؤ، چې د ټاپي او نورو ستراتیژیکو پروژو بریالیتوب د اسلامي امارت د پیاوړتیا او د افغانستان د امنیت او پرمختګ نښه ده. 


په دې برخه کې اسلامي امارت ته په کار ده، چې د امنیتي، استخباراتي او سیاسي هڅو له لارې دغه پروژې خوندي کړي.


 د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د امنیت او پرمختګ پیغام ډېر قوي دی او ټاپي پروژه به د دې پیغام لپاره غوره نښه بلل کېدای شي.