ټاپي د افغانستان لپاره څۀ اهمیت لري؟
په داسې یو وخت کې چې نړۍ د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې همکارۍ په لټه ده، افغانستان هم د اقتصادي سبا پر لور د ټاپي پروژې په پیل سره د یوه نوي تاریخ پاڼه پرانېسته.
ټاپي د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د ګډې پروژې نوم دی، چې دغو هېوادونو لپاره د یوه نوي اقتصادي دورې پیل ګڼل کیږي.
دا نل لیکه د ټولې سیمې لپاره د امیدونو نوې څپه ده. د دې پروژې پر مټ به افغانستان او مشترک هېوادونه د یوه نوي پیاوړي اقتصادي مرکز په توګه په نړیواله نقشه کې ځای خپل کړي.
ټاپي پروژه د ۱۸۲۱ کیلومترو په اندازه د ګازو اوږده نل لیکه ده، چې د هرات، کندهار، چمن، کویټې او بیا د ملتان له لارې تر هندوستان پورې رسیږي؛ یعنې ټاپي به د افغانستان جغرافیه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو په یوه مهمه څلور لارې بدله کړي.
افغانستان کې د ټاپي پروژه د اسلامي امارت د خارجي سیاست یوه بنسټیزه برخه ده او نه یوازې د اقتصادي پرمختګ پیل دی؛ بلکې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا او د اعتماد جوړولو لپاره هم مثبته مرحله ده.
د ټاپي کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارده متر مکعب دی، چې افغانستان ته به ترې د ۵ میلیارده متر مکعب په اندازه ګاز ترلاسه کړي او دغه راز به افغانستان هر کال له دې پروژې څخه ۴۵۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ فیس په توګه اخلي.
د دې پروژې له لارې به افغانستان د انرژۍ یوه مهمه لار وي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره به خپل موثریت ژوندی وساتي.
د ټاپي له امله به د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ زیاتې شي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت به هم ورسره لا نور پیاوړی او ښه والی ومومي.
افغانستان چې تازه یې له جګړې څخه د آبادۍ لور ته مزل پیل کړی، د دې پروژې په مرسته به د انرژۍ له پلوه استقلالیت ترلاسه کړي او اقتصاد ته به یې نوی ژوند ورکړل شي.
دغه راز به زرګونو لوستو او نالوستو افغانانو ته په کې د کار - روزګار زمینه برابره شي. په همدې اساس افغانستان کې د ټاپي پروژې پیل د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست یوه لويه لاسته راوړنه ده. که موږ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې اخیستل شوې ګامونه وګورو، دا ښکاره کيږي چې افغانستان په ستر اقتصادي میدان بدلېدونکی دی.
د دې پروژې پیل هم دا ثابتوي چې د اسلامي امارت هڅې په نړیواله کچه د باور او اعتماد وړ ګرځېدلي. سیمه ییز هېوادونه د افغانستان په راتلونکي باندې د خپلو پانګو او شراکت لپاره زړه نازړه نه دي. له همدې امله د اسلامي امارت په راتګ سره داسې لویې سیمه ییزې پروژې پیل شوې، چې د هېواد لپاره د ښې سبا زېري له ځان سره لري.
افغانستان کې د ټاپي پروژې پیل د سولې او امنیت ښکارندوی هم ده. دا د هغو تبلیغاتي پروپاګند کوونکو پر مخ درنه څپېړه ده، چې اوس هم نړۍ کې افغانستان نا امن معرفي کوي؛ ځکه که هېواد ناامن وي، داسې سترې پروژې په کې نه شي پیل کېدای. همدا د امن ګټه ده چې نن موږ په خپل هېواد کې د آبادۍ او پرمختګ چټکې چارې وینؤ.
د ټاپي نل لیکې په مرسته به افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګې اچونې زمینه هم برابره شي، چې له امله به یې افغانستان د سیمې په اقتصادي ډګر کې یو مهم لوبغاړی وي.
ټاپي پروژه له سیاسي اړخه هم افغانستان ته د پام وړ ګټې لري؛ ځکه د دې پروژې پر مټ سیمه کې د افغانستان سیاسي موقف غښتلی کیږي.
دا پروژه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مثبت رول لوبوي. د جغرافیایي موقعیت په نظر کې نیولو سره افغانستان ته اوس دا فرصت په لاس ورغلی، چې د سیمه ییزو او نړیوالو اقتصادي تعاملاتو یوه مهمه برخه وګرځي. د دې پروژې له لارې به افغانستان په سیمه کې د سیاسي نفوذ او باور په ترلاسه کولو کې پرمختګ وکړي.
د دې سربېره به د سیمې هېوادونه د افغانستان د استحکام او ثبات لپاره زیاتې هڅې وکړي؛ ځکه چې د ټاپي په څېر سترې پروژې د افغانستان د سولې او ثبات له دوام سره تړلې دي.
دا پروژه په سیمه کې د باور او اعتماد د رامنځته کولو لامل هم ګرځېدی شي، چې دې سره به افغانستان د یو مهم ستراتیژیک شریک په توګه سیمه کې وپېژندل شي.
افغانستان به په کې له ترکمنستان، هند او پاکستان سره په ګډه داسې اقتصادي چوکاټ رامنځته کړي، چې په سیمه کې به د پرمختګ او ګډو ګټو لپاره د همکاریو نوي ډګرونه پرانیزي. دې پروژې سره به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې لا پراخه شي او شته اړیکو ته به نوره وده هم ورکړل شي.