ازبکستان کې د افغانستان پر ملي شتمنۍ د امریکا زورواکي او پایلې یې
کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت سپین بېرغ پر کابل رپاند کېدو درشل کې و، د تېرې ادارې د چارواکو له لوري د افغانستان لسګونه الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدول شوې.
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وړاندې هېواد کې ۱۶۴ جنګي الوتکې موجودې وې، تر فتحې وروسته ترې ۸۱ چورلکې په هېواد کې پاتې دي.
د دغې ارزښتمنې شتمنۍ څخه ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د ازبکستان هوايي ډګرونو ته ولېږدول شوې.
دغه الوتکې چې د افغانستان ملي دفاع لپاره ارزښتمندې وې، اوس د امریکا او ازبکستان ترمنځ په یوه مرموزه معامله کې ایسارې دي.
دا یوازې الوتکې او چورلکې نه دي؛ بلکې د افغان ولس د وینو په بیه ترلاسه شوې ملي شتمنۍ دي، چې د امریکا په زور او دوه مخي سیاست کې بندي دي.
تازه د امریکا سفیر جوناتن هېنک په تاشکند کې ویلي، چې دا الوتکې به د یوه نوي تړون له مخې په ازبکستان کې وساتل شي. دې امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې دغه الوتکې د امریکا ملکیت و او افغانانو یوازې ترې ګټه اخیسته، خو د افغانستان دفاع وزارت یې پر څرګندونو تند غبرګون وښود.
مولوي محمد یعقوب مجاهد په صراحت سره وویل، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې حق نه لري او له ازبکستان څخه یې هم غوښتنه وکړه، چې د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره دې لېږدول شوې الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري.
دغه څرګندونې ښکاروي چې د افغانستان ملي شتمنیو په اړه امریکایي لوری د هماغې اشغال په څېر د ناړامۍ فکر لري، خو دغه ناړامي بېرته د همدوی د نارامۍ سبب ګرځي. لکه څنګه چې یې افغانستان باندې د اشغال ناړامي وکړه، همدغه ناړامي بېرته د دوی د نارامۍ او شرمندۍ باعث شوه.
دغه ډول د افغان ملت له رضا پرته به هره ناړامه پرېکړه د اشغال د ماتې په څېر د هماغو خلکو د شرمندګۍ او نارامۍ سبب کیږي؛ ځکه دا د یو داسې ملت پر ملي شتمنۍ ګېډه اچول دي، چې هر وار یې د اشغالګرو له نسه خپل حق راوېستلی او پر هغوی یې هضم حرام کړی دی.
دغه ملي شتمني چې د افغانستان له ملي دفاع سره تړاو لري، همېش به د پردیو په لاس کې بند پاتې نه وي. د همدې لپاره پکار ده چې ازبکستان او تاجکستان د ښه ګاونډیتوب له مخې د امریکا په ناوړه لومه کې ځانونه ګیر نه کړي.
امریکا چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، د خپل سیاسي نفوذ لپاره هڅه کوي چې په نړیواله کچه د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړیکې له یو بل سره ترینګلې او خړې کړي، څو په دغو خړو اړیکو کې د خپلې خوښې ماهیان ونیسي.
دا د غربي سیاست اوږدمهاله لوبه ده، خو ازبکستان ته پکار ده چې د دغې لوبې برعکس د افغانانو ملي شتمنۍ او الوتکې په خپله خوښه افغانانو ته وسپاري؛ ځکه دا د دوی لپاره ښه فرصت دی چې د ښه ګاونډیتوب مثال وړاندې کړي او افغانانو لپاره د ښه ګاونډي په توګه خپل احساس عمل کې څرګند کړي.
د افغانستان د ملي شتمنیو غلا او مصادره د امریکا په مشرۍ د غربیانو روانه سیاسي لوبه ده. دوی غواړي چې د بېلابېلو فشارونو له لارې افغان ولس څخه د خپلې ماتې غچ واخلي او زړه کې خپل بَل شوی اور پرې سوړ کړي. د همدې لپاره غواړي چې افغانانو ته د رسمیت، مشروعیت او نورو بندیزونو په نوم درد ورکړي او سیمه کې د دوی پر وړاندې بې باوري زیاته کړي، خو د افغانستان واکمن چارواکي د مدبر سیاست په لرلو د دغو شومو هڅو بریا ته اجازه نه ورکوي؛ لکه څه ډول یې چې د اشغال د دوام لپاره اجازه ورنه کړه.
اسلامي امارت چې د افغانستان د ملي ارزښتونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي، له دغو هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان څخه غوښتي، چې دغه الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري. که دغه الوتکې افغانستان ته ورکړل شي، د اسلامي امارت د امنیتي وضعیت په پیاوړتیا کې به لویه مرسته وکړي، چې دا خپله د سیمې د امنیت لپاره ډېره ګټوره ده؛ ځکه د دې الوتکو له لارې به افغانستان وکولی شي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ظرفیت نور هم لوړ کړي او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل قوت زیات کړي.
د پوځي الوتکو پرمټ به له فضا څخه څارنه زیاته کړي او د اړتیا پرمهال به د عملیاتو په کولو خپله خاوره لا نوره مصوونه کړي، چې دا د سیمې لپاره هم ښه او ګټوره ده.
د دې الوتکو ترلاسه کول د اسلامي امارت لپاره د ترهګرۍ مخنیوي کې یو مثبت پرمختګ دی، چې د افغان امنیتي ځواکونو په کار کې به ورسره د پام وړ ښه والی راشي.
دا الوتکې به افغان ځواکونو ته توانايي ورکړي، چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره مؤثرې تګلارې غوره کړي او د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې د خپلو هڅو ګړندیتوب او مؤثریت لا نور پسې زیات کړي.
د افغانستان د دغو ملي شتمنیو بېرته ترلاسه کول یوازې د حاکمیت حق نه دی؛ بلکې دا د یو ملت د تاریخ او ویاړونو دفاع ده.
په داسې حال کې چې افغانان د خپلې ښې راتلونکې لپاره مبارزه کوي، د اسلامي امارت دا دریځ نه یوازې د افغان ملت پر ارادې مثبت اغېز لري؛ بلکې نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې افغان ملت د خپلو ملي شتمنیو ترلاسه کولو لپاره نه ماتېدونکي مبارزین دي.
په دې حساس وخت کې د ملي شتمنیو په تړاو د اسلامي امارت دغه پیاوړی دریځ د دې څرګندونه کوي، چې دا مشران د افغانستان د ملي شتمنیو د ساتنې ځواکمن هوډ لري. د دغو الوتکو ترلاسه کولو لپاره مبارزه د اسلامي امارت هوډ او ژمنتیا ښیي، چې افغانستان به خپلې ملي شتمنۍ د هېچا په واک کې پرې نږدي.
دا د یوه دردېدلي ملت د شتمنیو ساتنې لپاره له ویاړ او وقاره ډکه مبارزه ده، چې د تاریخ په پاڼو کې به د تل لپاره ژوندۍ پاتې شي.