د اسماعیل هنیه مبارزه او شهادت مسلمه امت لپاره څه پیغام دی؟

 د اسماعیل هنیه مبارزه او شهادت مسلمه امت لپاره څه پیغام دی؟

د حماس غورځنګ سیاسي مشر تېره شپه له خپل یوه ساتونکي سره یوځای د ایران په تهران کې په شهادت ورسېد.


نوموړی د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره تهران ته ورغلی و، چې اوسېدو ځای کې پرې وسلوال برید وشو.


اسماعیل هنیه هغه ستوری و، چې د اقصیٰ د آزادۍ لپاره د ډېرو مسلمانانو په شتون کې په ډېرې بې کسۍ ځلېده. 


هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د حماس غورځنګ د مهم غړي په توګه خپلې مبارزې پیل کړې او په دې اوږده او اغزنه لار کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې.


په ۱۹۸۹ کال کې اسراییلو اسماعیل هنیه د فلسطین د لومړۍ انتفاضې د ځپلو پر مهال درې کاله بندي کړ، خو دې زندانونو او قیدونو د هغه مبارزه ونه دروله. هغه لا نور د زغم مثال وګرځېد او خپل مبارز ملګري یې د مقاومت پر لور وهڅول. 


په ۲۰۰۶ کال کې کله چې حماس په ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټلې، اسماعیل هنیه محمود عباس لخوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. 


هغه وخت چې حماس د فتح ګوند له غزې څخه وشړه، ښاغلی هنیه له دې مقامه ګوښه شو، خو دې ګوښه کېدو هم د هغه مبارزه ونه دروله او لا زیات ژمن شو. 


په ۲۰۱۷ کال کې هنیه د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو او په دې توګه یې د جهاد د لارښود په توګه خپل مسوولیتونه ترسره کړل.


سره له دې چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه د ترهګرو په لېست کې شامل کړ، خو هنیه د تبعید په شکل قطر کې پاتې شو.


دې په دین او آزادۍ مین انسان دا خپله لاره ګرځولې وه، چې د اقصیٰ د آزادۍ خیالات په حقیقت باندې بدل کړي.


اسماعیل هنیه ۶۶ کاله ژوند په خواریو، زندان، تبعید او سخته مبارزه کې تېر کړ. له دین او آزادۍ سره د هنیه مینې نوموړی د شهادت تر ورځې له دې اغزنې لارې جلا نه کړ.


د هنیه کورنۍ د یو کال په موده کې د ۲۲ غړو قرباني ورکړه او دا دی نن اسماعیل هنیه هم د خپلې شهيدي کورنۍ د شهيدانو له کاروان سره يؤځاى شو. 


د شهادت تر ورځې پورې یې دردونه، قيدونه، جلاوطنۍ، د مال او اولاد قربانۍ دا ټول وزغمل، خو نن د استقامت او شجاعت دې ستوري هم خپل ستړی روح خدای تعالی ته وسپاره.


د دې زمانې یو مېړنی مجاهد مشر د مسلمانانو له لاسه ووت، خو د هغه مبارزه د راتلونکو نسلونو لپاره یو ځلانده مثال وګرځېد، چې څنګه باید د اسلام او آزادۍ لپاره ودریږي؟


تاریخ به هېڅکله د داسې اتلانو اتلولۍ هېرې نه کړي.


متعال خدای دې د اقصیٰ د ساتونکي شهید هنیه شهادت قبول کړي او دا سپېڅلی شهادت دې خدای تعالی د مسلمه امت د وحدت، بیدارۍ او د غرب له طلسم څخه د نجات مشال وګرځوي.


سره له دې چې د اسماعیل هنیه شهادت ستره ضایع ده، خو د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې دي، چې د آزادۍ لارې ترسیموي.


الله دې وکړي چې د هنیه شهادت د مسلمانو په زړونو کې د ویښتابه او وحدت څراغونه بل کړي، څو د حق او عدل پر لار روان او د اقصی لپاره د مبارزې دا رڼا هېڅکله مړه نشي. 


د اسماعیل هنیه شهادت موږ ته د مبارزې او قربانۍ دا پیغام راکوي، چې تر هر څومره ستړو باوجود هم باید د اسلام او حریت رسۍ کلکه ونیسو.


د ګردې نړۍ مسلمه امت دې په یو موټي کېدو سره د غزې او په ټوله کې د فلسطین ارزښت وپېژني او مسلمانه ورورګلوي دې عمل کې روښانه کړي.


په وحدت او پیوستون سره موږ کولی شو، چې د آزادۍ، عزت او وقار لوړ مقام ترلاسه کړو.


د هنيه ستړې اروا ته دې خدای تعالی لوړ درجات نصیب کړي او موږ دې متعال رب د شهید هنیه د مبارزې لارویان وګرځوي. 


د دې سترو قربانیو په وینو کې د آزادۍ لاره پرته ده او دا زموږ مسوولیت دی، چې د دې لارې ساتنه وکړو او د خپلو مظلومو مسلمانو خویندو - وروڼو سره ودرېږو.


د مسلمان امت پټ او ښکاره دښمن دې د دې اتل په شهادت په زړونو کې ګوړې نه ماتوي، دوی دې پوهـ اوسي چې د مسلمه امت هر بچي څخه به هنيه جوړيږي او د اسلام او آزادۍ پر لار به لکه فدایان اورونو او مرګونو ته د شریعت او حریت لپاره دانګي. ان شاءالله